د لیبیا او تونس څخه د مدیترانې له لارې کډوال ایټالیا ته د ننه کیږي. انځور : فرانس پرس.اګست ۲۰۲۰
د لیبیا او تونس څخه د مدیترانې له لارې کډوال ایټالیا ته د ننه کیږي. انځور : فرانس پرس.اګست ۲۰۲۰

د کډوالي نړیوال سازمان(IOM) وايي چې دروان ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې ټولټال ۴۱۲۹ کډوال لیبیا ته نږدې د مدیترانې اوبو کې ژغورل شوي. دغه کډوالو غوښتل چې د مدیترانې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.

د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۵، د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه بیانیه کې راغلي چې په دغه موده کې ۷۳ تنه د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپله بیانیه کې ویلي:« د روان کال له پیل څخه د مارچ تر ۱۳ مې پورې ټولټال ۴۱۲۹ کډوال چې له دې ډلې ۳۳۸۶ نارینه،۲۹۳ میرمنې او ۲۲۴ ماشومان شامل و د سمندري ځواکونو لخوا ژغورل شوي او بیرته لیبیا ته استول شوي.»

یاد سازمان وايي چې په دغه ډله کې ۱۵۹ تنه لادرکه دي.

ډیری دغه کډوال د بیلابیلو افریقايي هیوادونو لکه نایجیریا، چاد، سوډان او نورو هیوادونو څخه د لیبیا له لارې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي.

نور ولولئ: مدیترانه کې نږدې ۲۰۰ کډوال په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ژغورل شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان په روان کال کې د مدیترانې له لارې اروپا ته د کډوالو د اوښتو په شمیرکې د ډیریدو خبر ورکوی او وايي چې تیرکال په همدغه موده کې ۱۱۸۹۱ کډوال ژغورل شوي ول.

د کډوالۍ نړیوال سازمان پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې د دغو کډوالو د اووښتو مخه دې ډب نه کړي. 

 

نورې ليکنې