هغه کډوال چې په لیسبوس کې د اروپايي ټولنې او ترکیې له هوکړې وروسته نیول شوي. انځور: د بخښنې نړیوال سازمان استرالیا دفتر.
هغه کډوال چې په لیسبوس کې د اروپايي ټولنې او ترکیې له هوکړې وروسته نیول شوي. انځور: د بخښنې نړیوال سازمان استرالیا دفتر.

د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د کډوالۍ هوکړه چې سبا د پنجشنبې په ورځ پوره پنځه کاله يي پوره کیږي، د بخښنې نړیوال سازمان يي یوه ستره ماتې بولي او وايي چې امله يي د یونان په ټاپوګانو او ترکیه کې د سلګونه زره کډوالو ژوند له کړاو سره مخامخ شوی.

سبا پنجشنبه د مارچ ۱۸، د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د کډوالۍ د هوکړې پوره پنځه کاله پوره کیږي. د یادې هوکړې له مخې ترکیه، اروپايي هیوادونو ته د ناقانونه کډوالو د ورتلو مخه نیسي چې په بدل کې اروپايي ټولنه ترکیې سره مرسته کوي.

د ترکیې حکومت پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې د نړیوالو کنوانسیونو له مخې دې د کډوالۍ مسلې ته رسیدنه وکړي.

 «د ترکیې او اروپايي ټولنې هوکړه یوه ستره ماتې وه»

د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د کډوالۍ هوکړې له مخې چې د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۸ مه لاسلیک شوې، هغه کډوال چې ځانونه یونان ته رسوي، که د پناه غوښتنې يې رد شي نو بیرته ترکیي ته استول کیږي. په بدل کې اروپايي ټولنه یو سوري کډوال ته چې په ترکیه اوسیږي پناه ورکوي. همدارنګه په اروپايي ټولنه کې د ترکیې غړیتوب، له ترکیې سره د ۳ میلیارده یورو مرسته د یادې هوکړې نورې مهمې ټکې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه هوکړه چې پنځه کال يي پوره کیږي یوه ستره ماتې بللې او ویلي يي دي چې اروپايي هیوادونه د کډوالۍ کړکیچ ته د حل لارو په موندلو کې پاتي راغلي.

په اروپايي ټولنه کې د بخښنې نړیوال سازمان د مارچ په ۱۴ مه وویل:« د اروپايي ټولنې او ترکیې هوکړه یوه ستره ماتې وه. اروپايي هیوادونه نه دي توانیدلی چې د هغو خلکو ساتنه وکړي چې په اروپا کې د یو امن ژوند په لټه کې دي. دوې د کډوالو حقونو ته درناوی نه دی کړی او د هغو خلکو په ساتنه کې چې په اروپا کې د حفاظت په لټه کې دي پاتي راغلي.»

 یونان کې د کډوالو کړاو

د بخښنې نړیوال سازمان د یونان په ټاپوګانو کې د لسګونه زره کډوالو د ژوندانه د ناوړه حالت له امله اندیښمن دی. یاد سازمان وايي د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د کډوالۍ له هوکړې پنځه کاله وروسته اوس د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۵ زره کډوال د یونان په ټاپوګانو کې په غیر انساني شرایطو کې ژوند تیروي.

په اروپايي ټولنه کې د بخښنې نړیوال مشر ایو ګدي وویل :« له هوکړې پنځه کاله وروسته، ۱۵ زره کډوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د یونان په ګڼ میشتو ټاپوګانو کې ایسار پاتي. ګن شمیر کډوال اړ دي چې تر خیمو لاندې د ژمې په سړه هوا کې شپې سبا کړي. یو شمیر خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

نور ولولئ: له ترکیې سره د مهاجرینو د تړون نامعلوم راتلونکی

د دغه سازمان په وینا یو شمیر کډوال چې غواړي له ترکیې څخه د یونان ټاپوګانو ته ځانونه ورسوي د پولیسو له تاوتریخوالي او بند چلند سره مخامخ کیږي او بیرته ترکیې ته استول کیږي.

د ترکیې حکومت دریځ

ټاکل شوې د اروپايي ټولنې او ترکیې مشران د خپلو راتلونکو اړیکو په اړه راتلونکي اونۍ د مارچ  ۲۵ او ۲۶ د یو کنفرانس په ترڅ کې خبرې وکړي. د ترکیې د ولسمشر ویاند په کنفرانس کې د اروپايي مشرانو پر ګډنوالو غږ کړی چې د کډوالۍ روان کړکیچ ته دې د نړیوالو کنوانسیونو له مخې رسیدنه وکړي.

د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولي د تیرې سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د ولسمشر د ویاند ابراهیم کالین له قوله لیکلي:« لکه څنګه چې د اروپايي ټولنې ناستې ته نږدې کیږو هیله مند یو چې د اروپايي ټولنې مشران خپله مشري وښيي او په جدیت سره، د اروپايي ټولنې له ارزښتونو او نړیوالو کنوانسیونونو سره سم د کډوالۍ دغې مسلې ته رسیدنه وکړي.

د یادولو ده چې ترکیه د منځني ختیځ، افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو د کډوالو لپاره اروپا ته د رسیدو د ترانزیت پر یوه مهمه لاره بدله شوې. د رسمي شمیرو له مخې ترکیه اوسمهال د شاوخوا ۴ میلیونه کډوالو کوربه دی چې د دغو کډوالو ډیره برخه له سوریې، عراق او افغانستان وګړي دي.

 

نورې ليکنې