فوټبال، په نړۍ کې شاهي لوبه چې غم او ښادي له ځان سره لري، میلیونونه ډالره تولیدوي او سرونه بایلي. خو د فوټبال توپ کولای شي د یو ټولنیز هرم په توګه عمل وکړي او د سفر بې ساري داستانونه له ځان سره ولري. سویډن میشتی افغان کډوال نورالله چې د فوټبال په یو نړیوال ستوری بدل شوی، ورته داستان لري. هغه ته فوټبال له هر څه غوره دی.
له کابل څخه تر مالمو پورې، دغه دوه ښارونه چې ۴۹۰۰ کیلومټره واټن لري، د فوټبال ګڼ مینه وال لري. د سویډن په مالمو ښار کې چې د دغه ځای د افغانانو ترمنځ د نړۍ د فوټبال ستوری زلاتان ابراهیموویچ د زیږیدو پر ښار شهرت لري، دا ځل یو د فوټبال یو افغان ستوری دغلته ځلیږي. دا افغان ستوری نورالله امیري نومیږي.
د فوټبال دغه ستوری د مالمو په ښار کې د« آریانا اف سي» په نوم د افغان ځوانانو د فوټبال یوه لوبډله جوړوي چې په چټکۍ سره پرمختګ کوي. نورالله امیري د افغانستان په ملي ټیم کې د ( شیران خراسان) د لوبډلې غړی هم دی. هغه وايي:« فوټبال زما لپاره یوازې یو فزیکي حرکت، د توپ وهل او په جال کې اچول نه بلکه فوټبال د انسانانو د یووالي هغه وسیله ده چې خوښي رامنځ ته کوي. په ټولنیز ژوند کې د انسانانو د ښکیلتیا، د خلکو د پیوستون او یو له بل سره د مرستې وسیله ګرځي.»
نورالله لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د سویډن لیګ سیالیو ته لار پیدا کوي. هغه د ژوند سختۍ تیري کړي خو هیڅ کله يي هم خپل اصلي هدف نه دی هیر کړی.
نور ولولئ: اباسین نثار پخوانی افغان کډوال د هالنډ پارلمان ته کاندید دی
دغه افغان ځوان په کال ۱۹۹۱ کې په کابل کې نړۍ ته سترګې پرانیزي. هغه د افغانستان په جګړو کې لویږي.د نورالله کورنۍ د یو ښه راتلونکي هیله لري او هڅه کوي چې خپل خوږ هیواد د تل لپاره پریږدي. امیري له خپلې کورنۍ سره یوځای د منځني ختیځ او اروپا څخه تیریږي او په سویډن کې د خپل تره کره دیره کیږي. نوموړی وايي:« د خپل هیواد او دوستانو پریښودل د ژوند خورا سخته تجربه ده. د ژوند یوه مهمه برخه له لاسه ورکوو چې یادونه يي ټول عمر پاتې کیږي.» هغه وايي مونږ اړ وو چې وطن پریږدو تر څو په سوله کې ژوند وکړو او خپل راتلونکی جوړ کړو.
دغه افغان ځوان له خپلې کورنۍ سره د سویډن په جنوبي برخې مالمو ښار کې ژوند ته ادامه ورکوي. نورالله په خپل وزګار وخت کې د دغه ښار چې د بیلابیلو کلتورونو خلک په کې میشت دي، له ځوانانو سره یو ځای د فوټبال تمرین پیلوي او د خپلو ارمانونو د پوره کولو لپاره هڅه کوي. نورالله وايي:« ما خپل وزګار وخت د افریقا، آسیا، منځني ختیځ او بالکان هیوادونو له ځوانانو سره په فوټبال کې تیراوه.»
هغه وايي له دغو ځوانانو سره لوبه کوو او خاندو. نورالله وویل چې غواړم د فوټبال راتلونکي زلاتان اوسم.
د نورالله دغه آرمانونو په ۱۴ کلنۍ کې په حقیقت بدلیږي. هغه د Lunds BK په کلب کې منل کیږي او د فوټبال زده کړې پیلوي. تر ۲۰ کلنۍ دغلته تمرین کوي. هغه لومړنی افغان فوټبالری دی چې د سویډن د فوټبال سیالیو ته لار پیدا کوي. خو د نورالله بل ارمان دا دی چې د افغانستان په ملي لوبډله کې و لوبیږي.
د افغانستان ملي لوبډلې سره یو ځای کیدل
په ۲۰۱۵ کال کې نورالله امیري پریکړه وکړه چې د خپلوانو د لیدلو لپاره افغانستان ته سفر وکړي. هلته له یو چا سره مخامخ کیږي چې نوموړي ته د ملي ټیم د تمرینونو په اړه وايي. هغه مهال نورالله په کابل کې و. که څه هم نورالله په سویډن کې د فوټبال یو مسلکي لوبغاړی دی خو د افغانستان د فوټبال مسولینو لپاره نا اشنا کس دی. هغه په دې اړه وايي: « د افغانستان په ملي لوبډله کې د لوبیدو چمتووالي مې نه درلود. ما یوازې غوښتل چې خپلوانو سره وخت تیر کړم. یوه ورځ ماته وړاندیز وشو چې په ملي تیم کې د یوځای کیدو لپاره د هغوی دفتر ته ولاړ شم.» هلته زما تګ د دې لامل شو چې په خپله پلرنۍ ټاټوبي کې د خپل هیواد د فوټبال لباس په تن او خپل ارمان ته ورسیږم.

له همدې راهیسې نورالله د فوټبال په ستوری بدلیږي. هغه ویاړي چې هیواد يي په نړۍ کې د فوټبال له امله یو ښه ځای پیدا کړی.
سویډن کې د آریانا اف سي بنسټ ایښودونکی
نورالله امیري د سویډن په مالمو ښار کې د ځوانانو لپاره د آریانا اف سي په نوم ورزشي کلب جوړي. د هغه آرمانونه د دغه کلب په جوړولو نه پوره کیږي او غواړي چې لاهم مخته ولاړ شي. هغه غواړې چې له افغان ځوانانو سره د ورزش له لارې مرسته وکړي. هغه وايي« په پیل کې د دغې پروژې جوړول آسانه نه و. خو کله چې دغه مفکوره مې ذهن ته راغله لاس په کار شوم تر څو خپلې موخې ته ورسیږم.»
له ډیرو هلو ځلو او زرګونه یورو لګولو وروسته، بالاخره نورالله بریالی کیږي چې د آریانا اف سي لوبډله تاسیس کړي.
د آریانا اف سي لوبډله د سویډن د فوټبال لیګ سیالیو دریم پړاو ته لار موندلی. د آریانا اف سي کلب یو غړی ماتیاس سور کینلوند وايي:« نورالله امیري د دغه ټیم یو مسلکي او پیاوړی لوبغاړی دی. هغه یو بې ساری انسان دی چې تل له نورو سره د مرستو په فکر کې وي. هغه د مالمو په ښار کې د خلکو لپاره په یوه نمونه بدله شوې.»
د فوټبال دغه ستوری، د ۲۰۱۸ کال په ژمي کې د آریانا اف سي کلب کې د لوبیدو په موخه یو تړون لاسلیک کړ. هغه همدارنګه هڅه کوي چې د نړۍ له بیلابیلو برخو تکړه افغان فوټبالران له خپلې لوبډلې سره یوځای کړي. یو له دغو فوټبالرانو هم ویس عزیز دی. هغه د نورالله په اړه وايي« له امیري سره لوبه ډیره خوندوره ده. هغه یو تکړه او له هڅو ډک انسان دی. هغه یووالي ته ژمن، یو ښه ملګری او ورور دی.»