په يونان کي د کاراتېپه مهاجر کمپ| Photo: Elias Marcou/REUTERS
په يونان کي د کاراتېپه مهاجر کمپ| Photo: Elias Marcou/REUTERS

د کډوالۍ د ملاتړ اته سازمانونه د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۸، په یو سرخلاصی لیک کې ویلي چې اروپايي اتحادیه د کډوالو پر وړاندې د خپلو پولو د تړلو له سیاست څخه کار اخلي. یاد سازمانونه له اروپايي ټولنې غواړي چې پر خپلو دغو سیاستونو له سره کتنه وکړي.

پنځه کاله ترمخه اروپايي اتحاديې له ترکيې سره داسي يو تړون لاسليک کړ چي په ترڅ کي يې له ترکيې څخه يونان ته په ځانګړو شرايطو د اوښتونکو مهاجرو د بېرته استولو لاره هواره شوه. اتو سازمونونو په خپل ليک کي د دغه تړون په هکله ويلي دي چي نه يوازي د ترکیې سره تړون بلکه د پناه غوښتنې او مهاجرت په تړاو د اروپايي اتحاديې نوې د اقداماتو بسته بايد نور له عملي کېدو څخه راوګرځول سي.

په ليک کي زياته شوې چي د اقداماتو په ياده مجموعه کي د تر يوې اندازې د اروپايي اتحاديې رايج قوانينو ته درناوی نه دی شوی. په دې ترڅ کي په ليک کي په زياته د مهاجرو د توقيف ته ورته وضعيت او د اخراجونو پر پاليسيو نيوکي شوي دي.

په سرخلاصي ليک کي راغلي تر ډیره د يوناني ټاپوګانو په مهاجر کمپونو کي وضعه ښيي چي د مهاجرو وضعيت څومره دراماتيک دي. د نورو سازمانونو تر څنګ کاريتاس، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان او آکسفام دغه ليک لاسليک کړی دی.

د کاتوليکي خبري آژانس د راپور له مخي له آکسفام څخه کارپوه، رافايل شيلهاف په يوناني مهاجر کمپونو کي د مهاجرو په تړاو ويلي: «هغوی په بخارۍ نه لرونکو کږديو يا کانټينرانو کي بيديږي او برېښنا او اوبو ته محدود لاسرسی لري. ډیری مېرمنې راته پيغامونه ليږي چي ځان خوندي نه احساسوي او دا چي هغوی د تاوتريخوالي، جنسي ازار او زبېښاک سره مخامخ دي.» نوموړي زياته کړې: «اروپايي اتحاديه په خپل سياست سره په سيستماتيکه توګه د هغو انسانانو لاره بندوي چي د محافظت په لټه کې دي.»

په سرخلاصي ليک کي په واضح ډول غوښتنه شوې چي مهاجرو ته دي د حقوقي مراقبت ترلاسه کولو آسانتياوي او د بې پري اړخ له خوا د مهاجر کمپونو د مؤثره کنټرول امکانات دي رامنځ ته کړل شي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې