آرشيف انځور: په مديترانه کي د مهاجرو يوه کښتۍ| Photo: TWITTER/SOS MEDITERRANEE
آرشيف انځور: په مديترانه کي د مهاجرو يوه کښتۍ| Photo: TWITTER/SOS MEDITERRANEE

د يونان چارواکو يو ۲۶ کلن افغان په دې تورن کړی دی چي په یوه ربړي کښتۍ کې چې له ترکيې څخه یونان لوري ته د حرکت په حال کې وه د خپل پنځه کلن زوی ژوند او سلامتيا له ګواښ سره مخامخ کړی و.

دغه افغان چې په ترکيه کي يې پناه غوښتنه رده سوې وه، د يو شمير نورو مهاجرو سره يې په يوه ربړي کښتۍ کي د يونان د ساموس ټاپو پر لور حرکت کړی ؤ. خو دغه کښتۍ د يونان د ياد ټاپو پر څنډه د يوې ډبري سره د جنګېدو وروسته اوښتې وه. په دغه حادثه کي پنځه کلن افغان ماشوم او يوه حامله داره مېرمنه ورک شوي ول چې وروسته بیا د ماشوم مړی و موندل شو.

د یونان د قوانینو له مخې که مور او پلار په قصد سره د خپل ماشوم سلامتيا او ژوند ته ګواښ ومني، نو د ثابتېدو په صورت کې د پنځو او لسو کالو تر منځ په سزا محکومیږي. په داسي حال کي چی په يونان کي د محافظه پال لومړي وزير حکومت غواړي چي د مهاجرت په وړاندي سياست سخت کړي، نو دا لومړی ځل دی چي يو مهاجر په دا ډول يو تور تورنيږي. 

بل پلو بیا دغه افغان پلار،د يونان پر سرحدي ځواکونو تور لګولی چي د کښتۍ د حادثې وروسته يې د کښتۍ د سپرليو په ژغورلو کې بیړه نه ده کړې او ځنډ يي رامنځ ته کړی. د آلمان ږغ دويچه وېله د راپور له مخي د دغه افغان مهاجر وکيل په رسمي توګه د يونان د سمندري سرحد ساتونکو پر ضد ياد تور لګولی دی.

افغان پر يوناني چارواکو دعوی کړې

ياده حادثه د ۷ او ۸ نوامبر په منځنۍ شپه رامنځته سوې وه. په داسي حال کي چي د کښتۍ د حادثې وروسته ژوندي پاته سوو کسانو د مرستندويه سازمان ته او هغوی د شپې له ۱۲ بجو څخه مخکي سمندري سرحد ساتونکو ته احوال ورکړی ؤ، خو څو ساعته وروسته دغه ژوندي پاته سوو کسانو ته مرسته رسېدلې وه.

تورن افغان وايي چي د پيښي وروسته ورته نژدې دوې کښتۍ راغلي وې او په رڼا اچولو سره يې اوبه او بيا ژوندي پاته سوي انسانان څارلي ول خو بېله مرسته رسولو بېرته تللي وې. دا چي دا د چا کښتۍ وې لا تر اوسه څرګنده نه ده.

په يونان کي دغه محاکمه د خپل ډول لومړۍ محاکمه ده. د دې تر څنګ دا چي يو مهاجر چارواکي د ځنډول سوي مرستي له کبله په رسمي توګه تورنوي، دا هم لومړی ځل دی. د ياد افغان وکيل ويلي چي په لوی احتمال به يې مؤکل يا خو ډېر لږ تعليقي بند وويني او يا به له سره له دغو تورونو بري وبلل سي. په عيني وخت کي په يونان کي د دغه افغان د پناه غوښتنې خپل وروستي پړاو ته رسېدلې او ورته د دويمي درجې قبولي ورکول سوې ده. 

د مديترانې له لاري و اروپا ته د مهاجرو د ورتګ لاره يوه له تر ټولو خطرناکو لارو څخه بلل کيږي. پر دغه لاره هر کال ګڼ شمير مهاجر خپل ژوند دلاسه ورکوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې