د بريتانوۍ ورځپاڼي «ټايمز» د يو راپور له مخي لندن غواړي چي د مهاجرو د ویرولو په موخه له هيواد دباندي کمپونو کي پناه غوښتونکي وساتي.
د راپور له مخي د بريتانیې حکومت په پام کي لري چي د پناه غوښتونکو د دوسیې په اړه تر هغه چې وروستۍ پریکړه نه وي شوي، هغوی په نورو هيوادونو کي جوړو شوو ځانګړو کمپونو کي وساتي.
د ټايمز مجلې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۸ مې د یو راپور له مخې د هسپانيې په سويل کې د جبل طارق او په آيرلندي سمندر کې د «ايسلې آف مېن» ټاپو تر د کډوالو د ساتلو لپاره تر بحث لاندی دی. د مجلې د راپور له مخې ترکيه او نور هيوادونه هم تر بحث لاندي دي.
راپور کې راغلي، هغه مهاجر چي په ناقانونه توګه بريتانيې ته له داسي خوندي هيوادونو وراوړي لکه فرانسه، نو هغوی به په سمدلاسه توګه اخراجيږي.
ټایمز مجلې لیکلي، د يادو مقاصدو له پاره د قوانينو د جوړولو پر وړانديز غور کيږي. د دغو قوانينو له مخي به د انساني قاچاق د جر سزا، عمر قيد ته لوړه کړل شي. د دې تر څنګ د پناه غوښتونکو د ثبت لپاره د مرکزي مراکزو د جوړولو خبره شوې.
مرستندويه سازمانونو د لندن د حکومت ياده طرحه «غير بشري او په اخلاقي توګه د کرکي وړ» بللې ده. د مجلې په راپور کي راغلي چي حکومت د پناه غوښتني په قوانينو کي د يادو بدلونونو په مرسته غواړي چي بريتانيا ته د غيرقانوني مهاجرت مخه ونيسي.
راپور زیاتوي چي په ۲۰۲۰ کال ۸۴۲۰ انسانان د کوچنيو کښتيو په مرسته بريتانيې ته راغلي چي يو بي ساری شمير دی. په روان ميلادي کال تر ۸۰۰ زيات مهاجر چي په اروپايي اتحاديه کي يې پناه غوښتني رد شوي وې، بريتانيې ته رسېدلي دي.
د کورنيو چارو د وزيري، پريتي پټېل د طرحي له مخکي وړاندي کېدونکي قوانين د آستراليا قوانينو ته ورته بلل سوي دي. آستراليا په سلونو مهاجر په ناوړو او د پاپوا نيو ګينيا په مانوس ټاپوګانو کي ساتي.
د راپور له مخي د بريتانيې حکومت تېر کال پر دې غور کړی ؤ چي په اوقيانوس کي په خپلو ټاپوګانو کي مهاجر وساتي. په راپور کي زياته شوې چي البته د دغه طرحې د عملي کېدو په لاره کي د ستونزو له کبله دغه طرحه بېرته لغوه کړل سوې وه.
آ./ا.ا.