تر نورو ډیر افغانان په ترکیه کې د ژوندانه سخت شرایط تیروي. انځور: آرشیف
تر نورو ډیر افغانان په ترکیه کې د ژوندانه سخت شرایط تیروي. انځور: آرشیف

یوناني چارواکي له ترکیې غوښتنه کړې چې شاوخوا ۱۵۰۰ پناه غوښتونکي د هغې هوکړې له مخې بیرته و مني چې پنځه کاله وړاندې له ترکيي سره لاسلیک شوی. دا هغه خلک دي چې د پناه غوښتنې يي په یونان کې نه دي منل شوي.

 د یونان د کډوالۍ چارو وزیر نوتیس میتاراکیس له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي انقره کولای شي د هغو کډوالو په بیرته منلو کې چې د نړیوال محافظت حق نه لري، د ۲۰۱۶ کال د هوکړې له مخې له اروپايي ټولنې سره خپل ملاتړ و ښيي.

له نن څخه پوره پنځه کاله وړاندې د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۸ مه اروپا او ترکیې د کډوالۍ یوه هوکړه لاسلیک کړه. دغه هوکړه وروسته له هغه لاسلیک شوه چې د افغانستان، سوریې، عراق او یو شمیر نورو هیوادو سلګونه زره تنه کډوال د ترکیې له لارې اروپايي هیوادونو ته مخه کړه.

د هوکړې له مخې انقره ژمنه وکړه چې له خاورې يي یونان ته اوښتونکي هغه کډوال به بیرته و مني چې د پناه غوښتنې يي په یونان کې رد کیږي او له انساني قاچاق سره به مبارزه کوي.

اروپايي ټولنه بیا ژمنه وکړه چې په ترکیه کې د سوريي کډوالو سره د مرستې لپاره له ترکیې سره ۶ میلیونه یورو مرسته کوي. تر دې مهاله بروکسل د دغو مرستو ۴ ملیارده یورو ترکیې ته ورکړې.

نور ولولئ:د ترکیې او اروپايي ټولنې د کډوالۍ هوکړه: ۵ کلن مزل او د کډوالو زیاتیدونکي کړاو

ترکیه څو ځلي ګواښ کړی چې دغه هوکړه به فسخه کړي. ترکیه اوس د دغې هوکړې د غځولو او پراختیا غوښتنه کوي. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فاروق کیماکچي د اروپايي ټولني د ژمنو د عملي کولو غوښتنه کړې. نوموړی همدارنګه په هیواد کې يي له سوریايي کډوالو د ملاتړ او سوريي ته په داوطلبانه ډول د دوې په بیرته ستنولو کې د اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه کړې.

د یونان د کډوالۍ چارو وزیر ویلي:« د هوکړې له مخې ترکیه ځانګړي مکلفیتونو ته ژمنه شوې او اروپايي ټولنه هم دغه کار ترسره کړی. دواړه لوري باید خپل مکلفیتونه سرته ورسوي.»

د دواړو لوریو ترمنځ له هوکړې وروسته، یونان ته د کډوالو څپې په بې سارې ډول ټیټه شوي. ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۸۶۵ زره کډوال دغه هیواد ته رسیدلي. ۲۰۱۷ کال کې دغه شمیر ۳۰ زره او تیر کال ۱۰ زرو تنو ته راټیټه شوه. د کمیدو یو لامل د کرونا ویروس ښودل شوی.

aj/af (AFP)

 

نورې ليکنې

Webpack App