لیپا مهاجر کمپ‌ د بوسنیا په بیهاچ سیمه کې موقعیت لري او تر ۹۰۰ ډېر مهاجر پکې ژوند کوي چې ډېری یې افغانان او پآکستانیان دي.‌ انځور: کډوال نیوز
لیپا مهاجر کمپ‌ د بوسنیا په بیهاچ سیمه کې موقعیت لري او تر ۹۰۰ ډېر مهاجر پکې ژوند کوي چې ډېری یې افغانان او پآکستانیان دي.‌ انځور: کډوال نیوز

بوسنیا کې د لیپا کمپ او د بیهاچ ښار ترمنځ لسګونه مهاجر د سړکونو پر غاړو لیدل کېږي. دا هغه خلک دي چې د کروشیا له پولې اروپا ته د اووښتو شیبې شماري. کډوال نیوز د دغو مهاجرو د ژوند وضعیت د لیدلو په موخه بوسنیا ته تللی دی.‌

احمد فهیم، محمد آصف او شمرېز د ژمي په سړه هوا کې د بوسنیا بیهاچ ښار کې پراته لیپا کمپ پر لور روان دي.‌ دغه درې پاکستانیان له یو نیم کال راهیسې بوسنیا کې اوسېږي. دوی د بالکان په دغه هیواد کې بند پاتي زرګونه مهاجرو په شان وار وار هڅې کړې چې له پولې په تېرېدو سره ځان کروشیا ته ورسوي، خو هر ځل پولیسو نیولي او بیرته يي بوسنیا ته استولي. دغې درې کسیزې ډلې پرون شپه د مارچ په ۱۶مه، له کروشیا څخه تر اخراجېدو وروسته تر لیپا کمپ پورې په ساعتونو پیاده مزل کړی دی.‌ 

پاکستاني کډوال احمد فهیم، محمد اصف او شمرېز له کروشیا څخه تر اخراجېدو وروسته لیپا کمپ ته راګرځي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز
پاکستاني کډوال احمد فهیم، محمد اصف او شمرېز له کروشیا څخه تر اخراجېدو وروسته لیپا کمپ ته راګرځي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز

له لیپا کمپه تر بیهاچ پورې لسګونه مهاجر د سړکونو پر غاړه لیدل کېږي.‌ ځینې یې د ګېم [له پولې د تېرېدو لپاره هڅې] د وهلو لپاره له لیپا څخه بیهاچ ته ورځي او ځینې نور یې تر ناکامو ګېمونو وروسته بېرته لیپا ته ستنېږي.‌ لیپا کمپ د بوسنیا د اونا سونا کانتون د بیهاچ ښار په یوه غرنیزه سیمه کې موقعیت لري چې ژمي کې هوا پکې ډېره سړه ده.‌ دغه کمپ چې د بوسنیا د امنیت وزارت تر ادارې لاندې دی له لویو خیمو څخه جوړ شوی دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره:‌ د بوسنیا د کډوالو کمپ کې سلګونه کډوال په واورو کې بند پاتي

لیپا یا راتلونکی دایمي کمپ

بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې استازې لورا لنګوروتي کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي چې دمګړۍ دغه کمپ کې ۹۳۵ مهاجر ژوند کوي چې ډېری یې افغانان او پاکستانیان دي.‌هغه زیاتوي چې که څه هم نور د لیپا کمپ مسولیت په غاړه نه لري،‌ خو دوی لا هم هڅه کوي چې د کمپ د وضعیت د ښه کولو لپاره له بوسنیایي چارواکو سره مرسته وکړي.‌

په وینا یې لومړی داسې اټکل کېده چې د کورونا وېروس د کړکېچ پر مهال مهاجرو ته دغه کمپ کې د لنډې مودې لپاره ځای ورکړل شي.‌ خو نن سبا د بوسنیا حکومت په پام کې لري چې لیپا د یوه دایمي مهاجر کمپ په توګه وکاروي.‌

د نوموړې په حواله ټاکل شوې چې راتلونکې اپریل میاشت د لیپا دایمي کمپ د ساختمان د جوړولو کارونه پیل شي او تر جولای میاشتې پورې پای ته ورسېږي.‌

د لا زیاتو معلوماتو لپاره:‌ افغان کډوال متین په بوسنیا کې:‌ «هوا ډېره یخه ده، مهاجر باید له خیمو څخه کانتینرونو ته انتقال شي»

«مهاجر له مجبورۍ نا پاکې اوبه څکي»

افغان مهاجر شمس الرحمان له ۸ میاشتو راهیسې لیپا کمپ کې ژوند کوي.‌ هغه چې نږدې درې کاله یې بوسنیا کې تېر کړي‌ دي لیپا کې د کډوالۍ له سخت ژونده سر ټکوي او وایي چې خپل ورځني ژوند کې له زیاتو ستونزو سره مخ دی.‌ د نوموړي په وینا د کمپ ډېری اوسېدونکي د برېښنا‌،‌ د څښاکو اوبو او د ډوډۍ د کموالي څخه شکایت لري.‌ په خبره یې چارواکي‌ د کمپ اوسېدونکو ته د ورځې یوازې دوه ځله – د سهار او د غرمې له خوا – ډوډۍ او یو بوتل اوبه ورکوي.‌

هغه زیاتوي:‌ «ډیری وختونه مهاجر له مجبورۍ نا پاکې اوبه څکي.‌ له همدې کبله دلته اکثره کسان ناروغان دي‌ او د معدې ستونزې لري.‌» 

افغان مهاجر شمس الرحمان (له ښۍ خوا) له خپل پاکستاني ملګري سره.‌ شمس الرحمان لیپا کې د مهاجرو د ژوند له شرایطو شکایت کوي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز
افغان مهاجر شمس الرحمان (له ښۍ خوا) له خپل پاکستاني ملګري سره.‌ شمس الرحمان لیپا کې د مهاجرو د ژوند له شرایطو شکایت کوي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز

دغه ځوان مهاجر کمپ کې د حمام کولو لپاره د ګرمو اوبو د نشتوالي څخه هم شکایت لري‌ او وایي‌ اکثره وختونه دوی مجبور دي چې له چشمو څخه اوبه راولي‌ او سړه هوا کې حمام وکړي.‌ 

بله ستونزه دا چې خیمو کې د مهاجرو شمېر تر ټاکل شوې اندازې پورې زیات دي نو ځکه د ټولو لپاره کافي ځای هم نشته.‌

د لا زیاتو معلوماتو لپاره:‌ افغان کډوال په بوسنیا کې:‌ «د مهاجرت په لاره کې له ډېرو ستونزه سره مخ شوم»

کرایېنا مېتال: بیهاچ کې د افغان مهاجرو پنډغالی

د کډوالۍ نړیوالې ادارې استازې لورا لنګوروتي په خبره که څه هم بوسنیا په پام کې لري چې په اوږد مهال کې له ترانزیتي مسیر څخه د مهاجرو پر کوربه هیواد بدله شي، خو لیپا کمپ کې ایسار مهاجر نه غواړي‌ چې دغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي.‌ دوی معمولاً له لیپا کمپ څخه د بیهاچ پر لور پیاده مزل کوي او یاد ښا ر ته تر رسېدو وروسته کروشیا ته د ورتګ لپاره چمتووالی نیسي.

خو بیهاچ کې مهاجر چېرته اوسېږي؟ د بیهاچ ښار په زړه کې د ۱۹۹۰ کلونو له جګړو پاتو تشو ودانیو کې چې «کرایېنا مېتال» نومېږي، سلګونه افغان مهاجر په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي.‌ دوی چې د افغانستان بېلابېلو سیمو سره تړاو لري له ډېرې مودې راهیسې بوسنیا کې ایسار پاتې دي‌.‌ 

کرایېنا مېتال د ‍۱۹۹۰ له جګړو پاتې ودانۍ.‌ دلته په سلګونو افغان مهاجر په چټله فضا کې ژوند تېروي. انځور:‌ کډوال نیوز
کرایېنا مېتال د ‍۱۹۹۰ له جګړو پاتې ودانۍ.‌ دلته په سلګونو افغان مهاجر په چټله فضا کې ژوند تېروي. انځور:‌ کډوال نیوز

۲۶ کلن عبدالله د کابل ښار اصلي اوسېدونکی دی.‌ هغه چې ۹ میاشتې مخکې له افغانستان څخه وتلی دی له ۶ میاشتو راهیسې د بیهاچ ښار د کرایېنا مېتال په یوه متروکه ودانۍ کې شپې سبا کوي.‌ 

عبدالله چې د سږو ستونزې لري وایي چې سړه هوا او لوګی یې پر روغتیا ناوړه اغېز کوي.‌

د عبدالله په کوټه کې یوازې یوه خیمه درول شوې ده. هغه او یو ملګری یې تر دغې خیمې لاندې ژوند کوي، خو پاتي نور مهاجر پر ځمکه توشکونه هوار کړي دي.‌ دغه ویجاړه شوې کوټه دروازه نه لري. عبدالله وایي دې ځای ته یې پناه راوړې ځکه چې د واورو، بارانونو او توپانونو څخه ځان خوندي ساتلی شي.‌ خو روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی او مناسبې فضا ته اړتیا لري.‌

د لا زیاتو معلوماتو لپاره:‌ د ژمي‌ په را رسېدو سره د بوسنیا په شمالي سیمه کې مهاجر له ستونزو سره مخ دي

۲۶ کلن عبدالله (له ښۍ خوا) او ۲۲ کلن ګلستان دواړه د افغانستان دي. دوی وایي چې وار وار یې له سرحده د تېرېدو هڅې کړې، خو هر ځل د کروشیایي ځواکونو له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.‌ انځور:‌ کمال سافتیک،‌ کډوال نیوز
۲۶ کلن عبدالله (له ښۍ خوا) او ۲۲ کلن ګلستان دواړه د افغانستان دي. دوی وایي چې وار وار یې له سرحده د تېرېدو هڅې کړې، خو هر ځل د کروشیایي ځواکونو له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.‌ انځور:‌ کمال سافتیک،‌ کډوال نیوز

«ډېری مهاجر په ناروغیو اخته دي»

پنځه وېشت کلن شفیق الله بیا وایي چې دوی کروېشیا ته د ورتګ لپاره بیهاچ ته راغلي دي،‌ خو دلته یې ژوند ډېر سخت دی.‌ په وینا یې ځینې وختونه بوسنیایي سرتېري سهار وختي‌ کرایېا مېتال ته راځي او مهاجر ترې باسي.‌

نوموړی زیاتوي چې سرتېري کله ناکله مهاجر لیپا کمپ‌ ته انتقالوي خو دوی له سرویسونو څخه تر ښکته کېدو سره سم بېرته بیهاچ ته راځي او له سرحده د تېرېدو لپاره چمتووالی نیسي.‌

شفیق الله وایي:‌ «دلته ژوند اسان نه دی.‌ څوک مهاجرو ته رسدنه نه کیږي.‌ کله چې ښار ته ورځو له پولیسو څخه وېرېږو.‌ دوی مهاجر نیسي او بد چلند ورسره کوي.‌ دغه راز ځینې بوسنیایان پر مهاجرو ډوډۍ نه خرڅوي.‌»

د شفیق الله په خبره ودانیو کې د بند پاتو زیاتو مهاجرو روغتیایي‌ وضعیت ښه نه دی.‌ هغه زیاتوي چې ډېری کډوال په روحي ناروغیو اخته دي‌ خو ډاکټران د ټولو ناروغیو لپاره ورته یوازې ابوپروفین ورکوي.‌

افغان مهاجر شفیق الله د بیهاچ په کریېنا مېتال کمپ کې اوسېږي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز
افغان مهاجر شفیق الله د بیهاچ په کریېنا مېتال کمپ کې اوسېږي.‌ انځور:‌ کډوال نیوز

«غیرانساني وضعیت باید پای ته ورسېږي»

خو کرایېنا مېتال کې ایسار افغانان یوازې د سړې هوا او د امکاناتو د نشتوالي له کبله له روغتیایي‌ ستونزو سره مخ نه دي.‌

ډېری دغه مهاجر هغه کسان دي‌ چې لسګونه ځله یې له سرحده د تېرېدو لپاره هڅې کړې دي،‌ خو هر ځل د کروشیا سرحدي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.‌ د دوی په خبره د کروشیا امنیتي ځواکونه د مهاجرو د ټولو وسایلو تر نیولو سربېره نیول شوي کسان وهي‌ او ټکوي.‌ 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره:‌ د مهاجرو مدافع بنسټونه د کرواسیا د پولیسو له خوا د مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالی غندي

د ځینو دغو کډوالو پر بدنونو اوس هم د کروشیایي پولیسو د شکنجو ټپونه لیدل کېږي.‌ دوی له اروپایي‌ هیوادونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي‌ چې دغه «غیرانساني» وضعیت ته دې د پای ټکی کېږدي.

 

نورې ليکنې