د پاکستان خیبرپختونخوا کې د یو ان اچ سي آر دفتر مخې ته له ۵۰۰ ډیر افغان ښوونکي د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه اعتراض کړي. انځور: محمد طاهر همدرد
د پاکستان خیبرپختونخوا کې د یو ان اچ سي آر دفتر مخې ته له ۵۰۰ ډیر افغان ښوونکي د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه اعتراض کړي. انځور: محمد طاهر همدرد

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنري( UNHCR) تر ادارې لاندې د افغان ښوونځیو شاوخوا ۵۰۰ ښوونکي چې یو شمیر يي له دندې ګوښه شوي، تیره پنجشنبه په پیښور ښار کې د یادې ادارې مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي ول او د خپلو حقونو غوښتنه يي کوله.

اعتراض کوونکي د ګوښه شوو ښوونکو لپاره د تقاعد د امتیازاتو او د یو شمیر نورو ښوونکو چې له دندې ګوښه شوي د بیرته ګمارلو غوښتنه کوي. دوې په خپلو شعارونو کې ویل « د یو ان اچ سي آر ظالمانه پالیسي نه منو»

دغه افغان ښوونکي وايي چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې يي په خیبر پختونخوا کې د افغان زده کوونکو ۱۰۴ ښوونځي تړلي چې له امله يي ۵۳ زره زده کوونکو له زده کړو محروم شوي. دوې وايي که حقونه يي و نه کړل شي نو د ښوونځیو دروازې به بندې وساتي.

د خیبرپختونخوا د هرې پور سیمې یو تن سر ښوونکی او اعتراض کوونکی محمد طاهر وايي چې د کال له پیله « یو ان اچ سي ار» هغه ښوونکي عمرونه يي له ۶۰ کلونو ډیر دي له دندې ګوښه کړي او یو شمیر نور ځکه ګوښه شوي چې لوړې زده کړې نه لري.


د خیبرپختونخوا د هرې پور سیمې یو تن سر ښوونکی محمد طاهر همدرد. انځور: محمد طاهر همدرد
د خیبرپختونخوا د هرې پور سیمې یو تن سر ښوونکی محمد طاهر همدرد. انځور: محمد طاهر همدرد


محمد طاهرهمدرد نن جمعه د مارچ ۱۸ مه له مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل:« د خیبرپختونخوا د مختلفو ښوونځیو ۵۵۰ تنه ښوونکي له تیرو دوو ورځو راهیسې د « یو ان اچ سي آر» دفتر مخې ته د خپلو حقونو د غوښتنې له امله راټول شوي. زمونږ ۷۱ ښوونکي له دندې ګوښه شوي او مونږ خپل حق غواړو.»

دغه افغان سرښوونکی د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنري څخه غواړي چې د ګوښه شویو ښوونکو د تقاعد امتیاز دې ورکړل شي او هغه ښوونکي چې د لوړو زده کړو د نه لرلو له امله ګوښه شوي بیرته په دندو وګمارل شي.

نوموړي په دې اړه وايي:« پخوا به « یو ان اچ سي آر» هغو ښوونکو ته چې تقاعد ته برابریدل د کال د یوې نیمې میاشتې معادل معاش ورکول خو اوس دغه امتیاز نشته. هغه ښوونکي چې لسم ټولګي( میټریک) پورې زده کړې کړي کلونه تجربه لري خو له دندې ګوښه شوي.مونږ غواړو چې د دوې وظیفې دې بیرته ورکړل شي.»

د چارواکو غبرګون

بل پلو بیا پاکستان کې د یو ان اچ سي آر دفتر وايي چې د زده کړو د غوره کیفیت له امله يي نوي ښوونکي ګمارلي او لسګونه نور ښوونکي يي ځکه ګوښه کړي چې عمرونه يي تقاعد ته برابر شوي و.

نور ولولئ: پاکستان: د بلوچستان په ایالت کې د افغان کډوالو حال

د خیبرپختونخوا ایالت کې د «یو ان اچ سي آر» د سیمه ایزې ادارې له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې د چهار شنبې په ورځ د مارچ په ۱۷ مه خپره شوې راغلي:« په ټولیز ډول ۸۷ ښوونکي چې د تقاعد ۶۰ کلنۍ عمر ته رسیدلي دي د کډوالو د کمپونو په ښوونځیو کې د زده کړې ورکولو لپاره د شرایط وړ نه دي.»

په اعلامیه کې د یاد دفتر مشر برنادر اینکوم له خولي راغلي چې افغان ماشومانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه يي نوي ښوونکي ګمارلي.

اعتراض کوونکي وايي که چیرې غوښتنې يي و نه منل شي نو خپلو لاریونو ته به دوام ورکړي او د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې به د « یو ان اچ سي آر» دفتر مخې ته لاریون وکړي.

د یادولو ده چې د پاکستان د کډوالۍ په کمپونو کې ۱۵۳ ښوونځي چې د زده کوونکو شمیر يي ۵۷ زره تنو ته رسیږي د ملګرو ملتونو د کډوالي اداري عالي کمیشنري لخوا اداره کیږي.

 

نورې ليکنې