له مالتا څخه یوه ډله کډوال فرانسې ته استول شوي. انځور:DOI/Omar Camilleri
له مالتا څخه یوه ډله کډوال فرانسې ته استول شوي. انځور:DOI/Omar Camilleri

د اروپايي غړو هیوادونو ترمنځ د کډوالو ویش له هوکړې سره سم، یوه ډله کډوال د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۸ مه له مالتا څخه فرانسې ته استول شوي. دوې کولای شي په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي.

د مالتا د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې د دغو کډالو په لیږد کې د کورونا ویروس ټول تدابیر په پام کې نیول شوي و.

 د ملتا ټایمز ورځپانې د مالتا د کورنیو چارو وزارت له خولي لیکلي، د نورو اروپايي هیوادونو په څیر دغه کډوال کولای شي په فرانسه کې د پناه اخیستلو چارې مخ ته یوسي.

دغه خلک په مالتا کې د هغو محدود شمیر کډوالو له ډلې دی چې نورو اروپايي هیوادونو ته استول کیږي. د روانې میاشتې په لومړیو کې د کډوالو دوه نورې ډلې لوکزامبورګ او پرتګال ته استول شوي.

نور ولولئ:د مالتا ساحلي ځواکونو مدیترانه کې ۷۱ مهاجر ژغورلي

د کرونا ویروس د خپریدو له امله ۲۰۲۰ کال کې مالتا ته د تلونکو کډوالو په شمیر کې ۳۰ سلنه ټیټوالی راغلی. دغه ټیټوالي د مالتا پر دولت د فشار کمولو لپاره کافي نه دی. د مالتا حکومت په دې باور دی چې هیواد ته يي د تلونکو کډوالو پناه غوښتنه لاهم د دغې جزیري له ظرفیت څخه لوړ دی.

 

نورې ليکنې