د بیهاچ ښار مرکزي قبرستان په یوه برخه کې تر لسو زیات داسې قبرونه لیدل کېږي چې په ډېریو کې ګمنامه کسان خښ شوي دي. د ځینو دغو قبرونو پر ډبرو دا کلیمه لیکل شوې ده: نوم یې نه دی معلوم. خو دا په اصل کې د هغو مهاجرو قبرونه دي چې د ګواښونو له امله یې خپل هیوادونه پرېښودلي.
د بوسنیا په بیهاچ ښار کې د جامع جومات الفتیحې امام عبدالعزیز کډوال نیوز ته وایي د دغو مهاجرو مړینې هغه سخت دردولی دی ځکه چې دوی له خپلو هیوادونو او کورنیو څخه لرې خاورو ته سپارل شوي دي. په وینا یې: «د مهاجرو مرګ ځکه دردوونکی دی چې دوی د یوه ښه ژوند په هیله له خپلو هیودونو څخه تښتېدلي، خو د مهاجرت پر لاړه یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
عبدالعزیز تر اوسه د درېو مهاجرو جنازې مراسم ترسره کړي دي. هغه وایي چې د دغو درېو کسانو له ډلې څخه یو تن یې سمندر کې مړ شوی و، یو بل یې د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و، او دریم کس یې د کډوالو ترمنځ شخړې وژلی دی. د ده په خبره لومړی جسد چې جومات ته راوړل شوی د عبدالحامد نوري په نامه د یوه افغان مهاجر جسد و چې د افغانستان د هرات ولایت سره یې تړاو درلود. دغه مهاجر په کال ۲۰۱۹ کې د بیهاچ مرکزي حضیره کې خاورو ته وسپارل شو.
بیا ولولئ: بوسنیا: د لیپا کمپ او بیهاچ ښار ترمنځ اروپا ته د تلونکو مهاجرو ستونزې

«ډېری وختونه مهاجر پېژندپاڼې نه لري»
عبدالعزیز زیاتوي: «کله چې د مهاجرو مړي موندل کېږي، په لومړي سر پولیس د جسدونو د هویت د پېژندلو لپاره پلټنې پیلوي. دا پلټنې معمولاً څو ورځې وخت نیسي. خو ډېری وختونه مهاجر پېژندپاڼې نه لري نو ځکه کشفي پروسیجر ژر پای ته رسېږي.»
د نوموړي له مخې که چېرې د مهاجرو هویت معلوم وي او کورنۍ یې د ده د جسد د لاس ته راوړلو غوښتنه وکړي دوی جسد خپل هیواد ته ستنوي. خو که چېرې د مهاجرو هویت معلوم نه وي دوی بوسنیا کې خاورو ته سپارل کېږي.
په وینا یې: «مسلمان مهاجر د اسلامي ادابو پر اساس خاورو ته سپارل کېږي. زه د میت د غسل مراسم ترسره کوم. ورپسې د جنازې لمونځ کوم او بیا له لمونځ کوونکو څخه غواړم چې مهاجر حلال کړي.»
د نوموړي په حواله د مهاجرو جنازې مراسمو کې اکثره وختونه نور کډوال ګډون کوي.
د مهاجرو د مرګ لامل: «دوی په ناامنو ځایونو کې ژوند کوي»
د بیهاچ مرکزي قبرستان کې د کوچنیو ماشومانو قبرونه هم لیدل کېږي. نعمان یو له همدغو ماشومو دی چې په ۲۰۲۰ کې خاورو ته سپارل شوی دی. د دغه ماشوم مهاجر په اړه نور کوم معلومات نشته او اصلي هیواد یې هم نه دی معلوم. خو داسې ښکارېږي تر خپلې لومړۍ کلیزې مخکې مړ شوی دی.

بیهاچ کې د اس او اس بیهاچ په نامه د خیریه سازمان مشر زلاتان کووېچویچ کډوال نیوز ته وایي چې مهاجر د بېلابېلو دلایلو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د ده له مخې ځینې وختونه سړه هوا او یا سمندر کې سفر زیان منونکي کسان وژني خو ځینې وختونه هم د مهاجرو ترمنځ شخړې د دغو غمجنو پېښو سبب ګرځېدلی شي.
نوموړی زیاتوي: «زموږ د سازمان روغتیایي کارکوونکي له هغو مهاجرو سره مرسته کوي چې له ستونزو سره مخ دي. خو کله ناکله غمجنې پېښې رامنځ ته کېږي. د مهاجرو د مرګ یو لامل دا دی چې کډوال په سختو شرایطو او ناامنو ځایونو کې ژوند تېروي.»
د زلاتان په خبره په کار ده چې د غمجنو پېښو د مخنیوي له پاره مهاجر کمپونو کې ژوند وکړي او کافي ځایونو، وسایلو او امکاناتو ته لاسرسی ولري.
هغه جسد چې افغانستان ته انتقال شو
د بیهاچ حضیره کې داسې یو قبر هم شته چې اوس پکې څوک خښ شوی نه دی. دا د هغه افغان مهاجر پخوانی قبر دی چې لږ مخکې یې جسد افغانستان ته انتقال شوی دی.
د دامیر په نامه بوسنیایی قبرکن کډوال نیوز سره په خبرو کې تاییدوي چې دغه مهاجر برهان الدین نومېد او د افغانستان د لغمان ولایت و. په وینا یې برهان الدین په ۱۹۹۷ کال کې زېږېدلی و او د فبرورۍ پر ۹مه یې جسد د ده د کورنۍ د غوښتنې پر اساس له خاورې څخه تر ایستل کېدو وروسته لومړی سراییوو او بیا افغانستان ته انتقال شو.
دامیر زیاتوي چې دغه افغان مهاجر د کډوالو ترمنځ نښته کې تر ټپي کېدو وروسته روغتون کې ساه ورکړې ده.