د ایران او ترکیې پر پوله سرحدي ځواکونه ګزمه کوي. انځور: آرشیف
د ایران او ترکیې پر پوله سرحدي ځواکونه ګزمه کوي. انځور: آرشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د مارچ ۲۲ مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران او ترکیې پر پوله د سړې هوا له امله څلور افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ژغورل شوي. یاد وزارت د پیښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یاده پیښه د ایران او ترکیې پر پوله د ارومیه په چالداران سیمه کې چې د انقرې په ۸۰۰ کیلو مترۍ او د تهران په ۱۲۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، رامنځ ته شوې. د وزارت په اعلامیه کې راغلي د څیړلو لپاره يي سیمې ته دوه ډلې استولي.

په اعلامیه کې راغلي:« د بهرنیو چارو وزارت د ایران او ترکیې په پوله د ارومیه په چالداران سیمه کې د لږ تر لږه څلور افغانانو مړینه او د دوو تنو ژغورنه تاییدوي. په انقره او تهران کې د افغانستان سفارتونو دې پیښې د جنازو د تکفین مراسم ترسره کړي او تردې دمه يي دوه جسدونه خپلو کورنیو ته سپارلي.»

د بهرنیو چارو وزارت پر افغانانو غږ کوي چې له غیر قانوني سفرونو څخه ډډه وکړی کوم چې د دوې د ژوند له ګواښ سره مخ کوی او د انساني قاچاقبرو په ذریعه و نه غولول شي.

نور ولولئ: ترکیه: د وان په اوبو کې د مړو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی دی

د رسمي شمیرو له مخې دا مهال له ۱۰۰ زرو ډیر افغان کډوال او پناه غوښتنوکي په ترکیه کې میشت دي او یوازې په تیرو دوو میاشتو کې ۶ زره افغانان له ترکیې څخه کابل ته اخراج شوي.

 

نورې ليکنې