درې مهاجر د ولیکا کلادوشا ښار په یوه متروکه ودانۍ کې خیمې درولې دي. دوی وایي چې له دوو کلونو راهیسې بوسنیا کې بند پاتې دي. انځور: کډوال نیوز
درې مهاجر د ولیکا کلادوشا ښار په یوه متروکه ودانۍ کې خیمې درولې دي. دوی وایي چې له دوو کلونو راهیسې بوسنیا کې بند پاتې دي. انځور: کډوال نیوز

بوسنیا کې بند پاتې مهاجر هڅه کوي چې د کروشیا له پولې په تېرېدو سره ځان د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو ته ورسوي.‌ خو ډېری وختونه له پولې څخه د تېرېدو هڅې سختې او له ګواښونو ډکې دي. د بوسنیا په بیهاچ او ولېکا کلادوشا ښارونو کې ایسار سلګونه مهاجر وایي‌ چې دوی په وار وار کروشیا ته د اوښتو لپاره زیار ایستلی،‌ خو هر ځل پولیسو نیولي او په تاوتریخجنه طریقه یې بېرته بوسنیا ته استولي دي.

هجرت الله پر خپل بایسکل سپور دی او غواړي چې د کروشیا پولې ته ولاړ شي.‌ دغه ۲۹ کلن افغان مهاجر چې له ۸ میاشتو راهیسې د بوسنیا په ولېکا کلادوشا ښار کې اوسېږي وایي چې لږ مخکې یې ښځه او ماشومانې له کروشیا څخه شړل شوې دي.‌

دغه مهاجر دوه ۳ او ۵ کلنې لورې ‍‍‍‍‍لري چې په وینا یې پیاده مزل نه شي کولی.‌

هجرت الله وایي:‌ «د بوسنیایي‌ خلکو موټرونه مهاجر نه سپروي.‌ د همدې وجه مجبور شوم چې بایسکلم واخلم.‌ ښځه مې په معموله توګه له کروشیا څخه تر اخراجېدو وروسته په پښو ولېکا کلادوشا ته راځي،‌ خو زه خپلې لورې پر بایسکل سپروم او هغه متروکه ودانۍ ته یې انتقالوم کوم چې موږ پکې اوسېږو.»

افغان مهاجر هجرت الله له ۸ میاشتو راهیسې ولیکا کلادوشا ښار کې اوسېږي. انځور: کډوال نیوز
افغان مهاجر هجرت الله له ۸ میاشتو راهیسې ولیکا کلادوشا ښار کې اوسېږي. انځور: کډوال نیوز

د دغه کډوال کورنۍ تر دې دمه ۴۵ ځله د کروشیا له پولې څخه د تېرېدو لپاره هڅې کړې دي،‌ خو هر ځل د پولیسو له خوا نیول شوې او بېرته کروشیا ته اخراجه شوې ده.

په ورته مهال د مهاجرو د ملاتړ سازمان نو نېم کېچن رضاکاره مریت کچېت کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي چې د کروشیا له پولې څخه د اخراج شویو مهاجرو په حواله اکثره وختونه کروشیایي پولیس د مهاجرو تر نیول کېدو وروسته د هغوی موبایلونه، کالي، پیسې او نور وسایل اخلي، دوی وهي ټکوي او ورپسې یې بوسنیا ته ستنوي.

په خبره یې وضعیت د پسرلي له رسېدو سره سم لا هم پیچلی شوی دی ځکه کډوال د هوا حالاتو په ښه کېدو سره له پولې څخه د تېرېدو لپاره زیار باسي.

بیا ولولئ: بوسنیا: د لیپا کمپ او بیهاچ ښار ترمنځ اروپا ته د اوښتونکو مهاجرو ستونزې

ولیکا کلادوشا ځنګل او یا اروپا ته د اوښتونکو بنګله دېشیانو د اوسېدو ځای

د ولیکا کلادوشا ښار په کوچني ځنګل کې لسګونو مهاجرو خیمې درولې دي. دغه کسان چې ډېری یې بنګله دېشیان دي وایي دلته یې ځکه خیمې درولې دي چې پولې ته نږدې موقعیت لري.

پنځه ویشت کلن عتیق الرحمان د بنګله دېش د سېلهات ښار دی. نوموړی چې نن د غرمې له پاره پراټه پخوي وایي، څلور ورځې مخکې له کروشیا څخه بیهاچ ته ډیپورت شوی دی.

دغه ځوان مهاجر له خپلو ملګرو سره تر ۱۵ ساعتونو پیاده مزل وروسته ځان ولیکا کلادوشا ته رسولی دی. هغه وایي چې د سختیو سره سره ناامېد شوی نه دی او غواړي چې سبا به بېرته له پولې د اوښتو لپاره هڅه وکړي.

احمد شومان د بنګله دېش دی او وایي چې له سیاسي ستونزو له امله خپل هیواد پرېښودلی دی. انځور: کډوال نیوز
احمد شومان د بنګله دېش دی او وایي چې له سیاسي ستونزو له امله خپل هیواد پرېښودلی دی. انځور: کډوال نیوز

دوه ویشت کلن احمد شومان یو بل بنګله دېشي مهاجر دی چې دغه کمپ کې ژوند کوي. هغه وایي چې د ژمي په پیل کې کله چې درنه واوره ورېدله بیهاچ ښار کې پروت لیپا کمپ ته ورغلی و. خو ورپسې دغه کمپ ته بېرته ستون شو ځکه چې کروشیا ته نږدې موقعیت لري. نوموړی وایي: «نور کومه لاره نشته. چېرته ولاړ شو؟ دلته مو خیمې درولې دي. په وار وار مو له پولې څخه د تېرېدو لپاره هڅې کړې، بیا به هم هڅه کوو.»

د احمد شومان تر خیمې لاندې ۵ نور مهاجر هم ژوند کوي. د خیمې دننه کمپلونه، کالي او د سفر وسایل لیدل کېږي. احمد شومان وایي که څه هم کمپ امن دی خو په سړه هوا مهاجر له ستونزو سره مخ کېږي.

هغه زیاتوي: «کله چې باران ورېږي موږ خیمه کې پناه اخلو. باران خیمې ته مو نه ور دننه کېږي، خو له خیمې څخه وتل سخت دي.» نوموړی یوه تناب ته په اشارې سره وایي چې دوی په خټه کې د همدغه تناب په مرسته خپلې خیمې ته ځان رسوي.

ولیکا کلادوشا ځنګل کې د مهاجرو خیمې. انځور: کډوال نیوز
ولیکا کلادوشا ځنګل کې د مهاجرو خیمې. انځور: کډوال نیوز
ولیکا کلادوشا ځنګل کې د مهاجرو خیمه. احمد شومان تر همدې خیمې لاندې اوسېږي. انځور: کډوال نیوز
ولیکا کلادوشا ځنګل کې د مهاجرو خیمه. احمد شومان تر همدې خیمې لاندې اوسېږي. انځور: کډوال نیوز
خټه کې مهاجر د دغه تناب په مرسته ځان خپلو خیمو ته رسوي. انځور: کډوال نیوز
خټه کې مهاجر د دغه تناب په مرسته ځان خپلو خیمو ته رسوي. انځور: کډوال نیوز


«مهاجر نه غواړي چې بوسنیا کې پاتې شي»

د نو نېم کېچن سازمان له مخې نن سبا سلګونه افغانان، پاکستانیان او بنګله دېشیان د ولیکا کلادوشا کې ژوند کوي. ځینو دغو کسانو په ځنګلونو کې خیمې درولې دي خو ځینې نور یې متروکو او تشو ودانیو کې شپې سبا کوي.

آغلې مریت کچېت زیاتوي: «زموږ د شمېرو له مخې اوس مهاجر نږدې ۴۵ سکواټونه او یا تشو ودانیو کې شپې سبا کوي. موږ ورته خوراکي توکي، کالي او بوټان برابروو.»

نو نېم کېچن سازمان په ګدام کې د مهاجرو لپاره کالي او بوټان. انځور: کډوال نیوز
نو نېم کېچن سازمان په ګدام کې د مهاجرو لپاره کالي او بوټان. انځور: کډوال نیوز

دغه رضاکاره دا هم وایي چې پولیس له ځنګلونو څخه د مهاجرو د ایستلو لپاره عملیاتونو نه ترسره کوي، خو تشو ودانیو څخه کورنۍ را باسي او کورنیو ته ځانګړو شویو کمپونو ته یې انتقالوي.

هغه زیاتوي: «مهاجر بیا بېرته تشو ودانیو ته ور ګرځي ځکه هېڅوک هم نه غواړي چې بوسنیا کې ژوند وکړي. ډېری کسان هیله لري چې نورو اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي.»

بیا ولولئ: د کډوالۍ کړاوونه: د بوسنیا د بیهاچ ښار حضیره کې د مهاجرو قبرونه

د ولیکا کلادوشا په شان د بیهاچ ښار په زړه کې هم سلګونه مهاجر چې ډېری یې افغانان دي د ۱۹۹۰ له جګړو څخه پاتو تشو ودانیو کې ژوند تېروي. د دغو کسانو په ډله کې ډېری یې په دې هیله دغو سختو شرایطو کې ژوند تېروي ځکه چې غواړي له پولې څخه په تېرېدو سره اروپایي هیوادونو ته واوړي. دوی وایي چې په لسګونو ځله یې له پولې د تېرېدو هڅې کړې، خو هر ځل یې د کروشیایي پولیسو له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

ځینې دغه مهاجر مني چې د کډوالۍ ژوند او د پولیسو له خوا تاوتریخوالي یې نه یوازې فزیکي وضعیت بلکې روحي حال ته یې هم زیان رسولی دی.

دوی وایي که څه هم ځینې وختونه پولیس دوی لیپا کمپ ته انتقالوي، خو دوی له سرویسونو څخه تر ښکته کېدو سره سم بېرته د بیهاچ مرکز ته راځي. دغه کسان ټینګار کوي چې که څه هم لسګونه ځله له کروشیا څخه اخراج شوي او په سختو شرایطو کې یې شپې سبا کولې، خو دوی ناامېده شوي نه دي او بیا به هم اروپا ته د ځان رسولو لپاره زیار وباسي.

 

نورې ليکنې