د ترکیې په لویدځه برخه کې د افغان کډوالو یوه ډله
انځور: Reuters/U. Bektas:
د ترکیې په لویدځه برخه کې د افغان کډوالو یوه ډله انځور: Reuters/U. Bektas:

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنري(UNHCR) وايي چې د روان میلادي کال په دوو لومړیو میاشتو کې ترکي چارواکو ۴۴۰۰ بې اسناده افغان کډوال نیولي. یاده اداره وايي چې تیرکال شپږ زره افغانان له ترکیې څخه افغانستان ته اخراج شوي.

د ملګرو متلونو د کډوالو اداري عالي کمیشنري اروپا ته د نویو رسیدلو افغانانو او سویل لویدیځې آسیا کې د افغان کډوالو په اړه تازه شمیرې خپرې کړي. د دغو شمیرو له مخې په روان میلادي کال کې د سوريي له وګړو وروسته تر ټولو ډیر افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه ثبت کړې.

UNHCR په ترکیه کې د افغان کډوالو د شمیرو په اړه لیکلي:« ترکیه کې ۱۱۶۴۰۳ افغان پناه غوښتونکي او ۹۸۰ کډوال میشت دي. روان میلادي کال کې ۴۴۰۰ افغانان د ترکیې چارواکو لخوا نیول شوي دي.»

د ملګرو متلونو د کډوالۍ اداري عالي کمیشنرۍ د کډوالۍ د شمیرو جدول. کریدت: UNHCR
د ملګرو متلونو د کډوالۍ اداري عالي کمیشنرۍ د کډوالۍ د شمیرو جدول. کریدت: UNHCR

د یادې ادارې په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۰ کال کې شپږ زره افغانان له ترکیې څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.

یاد راپور کې اروپا ته د تلونکو افغانانو د شمیرو په اړه راغلي چې په روان میلادي کال کې افغانان له سوریايي کډوالو وروسته تر ټولو دویمه لویه ډله وه چې په اروپايي هیوادونو کې یی د پناه غوښتنه ثبت کړې. همدا څیر راپور کې راغلي چې جنورۍ میاشت کې ۱۰۴۰۰ تنه سوریایان او ۳۹۰۰ تنه افغانان په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه ثبت کړې.

د ملګرو متلونو د کډوالو اداري عالي کمیشنرې د جنیست له پلوه یونان ته د تلونکو افغانانو د شمیرو په اړه لیکلي دی ،چې دغه هیواد ته د نوي را رسیدونکو افغانانو له ډلې ۴۵ سلنه يي ماشومان، ۲۱ سلنه يي میرمنې او ۴۳ سلنه يي نارینه جوړوي.

په همدی ترتیب په راپورکې راغلي دی چی ، د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې په اروپايي هیوادونو کې د ټولو پناه اخیستونکو نیمايي يي کم عمره افغانان وو.

د UNHCR د اداری د راپور له مخی له ۹۰ سلنو څخه دیر افغان کډوال په پاکستان او ایران کې میشت دي.

 

نورې ليکنې