مانش کانال کې د سمندري ځواکونو د څارنې د عملیاتو یو انځور: انځور: دمانش کانال سمندري ځواکونو قومندانۍ
مانش کانال کې د سمندري ځواکونو د څارنې د عملیاتو یو انځور: انځور: دمانش کانال سمندري ځواکونو قومندانۍ

فرانسوي چارواکي وايي چې په دوو جلا پیښو کې له مانش کانال څخه په کښتۍ کې سپاره ۷۲ کډوال چې غوښتل يي ځانونه بریتانیا ته ورسوي د کالې او بولون-سور-مر بندري ښارونو کې ژغورل شوي دي. په ژغورل شوو کې ۱۱ ماشومان هم شامل دي.

د مانش کانال سمندري ځواکونو د قومندانۍ له دفتر څخه په یوه بیانیه کې راغلي دی چې په دوو کښتیو کې سپاره کډوال چې غوښتل يي د بریتانیا سواحلو ته ځان و رسوي ژغورل شوي دي.

په اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۱ خپره شوې راغلي، لومړنۍ کښتۍ کې د څلورو میرمنو او څلورو ماشومانو په ګډون ۳۸ کسان ول او د پلټنې کښتۍ لخوا و موندل شوه چې وروسته بیا دغه کډوال د کالې بندري ښار ته واستول شول.

له یادې پیښې یو ساعت وروسته په بله پیښه کې، د ۵ میرمنو او ۷ ماشومانو په کډوال ۳۴ نور کډوال د فرانسې د سمندري ځواکونو لخوا له ژغورلو وروسته بولون-سور-مر بندري ښار ته ولیږدول شول.

همدارنګه د بې بې سي یو خبریال ویلي چې د شنبې په ورځ ۱۰ کډوال د برتیانیا سواحلو ته ځانونه رسولي دي.

نور ولولئ: مانش کانال کې ۶۱ مهاجر ژغورل شوي دي

له ۲۰۱۸ کال وروسته د مانش کانال د اوبو له لارې له فرانسې څخه بریتانیا ته د کډوالو د اووښتو هڅې په بې سارې توګه ډیرې شوې دي.

د سمندري ځواکونو د رسمي شمیرو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته په کښتیو کې د اوښتو له ۹۵۰۰ زرو څخه ډیرې پیښې ثبتې شوې دي چې دا د ۲۰۱۹ کال په پرتله څلور چنده ډیر والی ښيي. په دغه موده کې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور نادرکه دي.

 

نورې ليکنې