د کابل په چهارراهی قمبر کې بې ځایه شوی ماشوم مرستو ته انتظار باسي. انځور: آرشیف ۲۰۱۷ کال ژمی
د کابل په چهارراهی قمبر کې بې ځایه شوی ماشوم مرستو ته انتظار باسي. انځور: آرشیف ۲۰۱۷ کال ژمی

په افغانستان کې د ملګرونو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي چې روان میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۴۹ زره افغانان د جګړو او طبیعي پیښو له امله بې ځایه شوې دي. یاده اداره وايي چې په دغه موده کې له پاکستان او ایران څخه نږدې ۱۴۷ زره تنه بیرته افغانستان ته ستانه شوې دي.

اوچا په خپل یو راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۳ مه خپره شوې لیکلي چې د یادو بې ځایه شویو له ډلې ۵۹ سلنه يي تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.

یاده اداره په خپل راپور کې کې لیکلي:« د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې ۴۹ زره افغانان د جګړو له امله خپل کورونه پریښي.زیاتره دغه خلک بیرته خپلو اصلي سیمو ته نه دې ګرځیدلي.»

ننګرهار، هلمند، بغلان، کندهار،فراه ، بلخ، نیمروز، سمنګان او هرات هغه ولایتونو دي چې دغه افغانان په کې بې ځایه شوې دي. د راپور پر بنسټ تر ټولو ډیر خلک ننګرهار ولایت کې بې ځایه شوې چې شمیر يي ۱۶ زرو تنو ته رسیږي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: روان کال کې ۳۳۰ زرو څخه ډیر افغانان خپلو کورنو پریښودو ته اړشوي

د مګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپل راپور کې ویلي چې د کال په لومړیو دوو میاشتو کې نږدې ۱۴۷ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوې دي.

راپور کې راغلي:« د کال له پیل څخه نږدې ۱۴۷ زره تنه له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته بیرته ستانه شوې دي. ۱۴۵ زره تنه له ایران ، ۱۶۰۰ تنه له پاکستان او یو کم شمیر خلک له اروپايي هیوادونو څخه بیرته ستانه شوې دي.»

راپور زیاتوي چې تیرکال په همدغه موده کې یوازې ۶۴ زره تنه افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوې ول. یادو شمیرو ته په پام سره له ایران څخه د کډوالو د ستنیدو کچه څو برابره زیاته شوې ده.

د رسمي شمیرو له مخې اوسمهال له ۱۸ میلیونو ډیر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دغې ډلې یوازې ۵،۱ میلیونه يي ماشومان دي.

 

نورې ليکنې