سلګونه کډوال د ګراند سنت ښار د Puythouck ځنګل کې ځای پر ځای شوي دي. انځور: مهدي/ کډوال نیوز
سلګونه کډوال د ګراند سنت ښار د Puythouck ځنګل کې ځای پر ځای شوي دي. انځور: مهدي/ کډوال نیوز

فرانسوي چارواکي ویلي دي، چې دولت به ډیر ژر د فرانسې شمالي ښار ګراند سنت کې د کډوالو لپاره د خوراکي موادو د ویش مسولیت پر غاړه واخلي. ځینې مرستندویه ادارې د دغې پریکړې په اړه راضي خو ځینې نور بیا اندیښمن دي.

د فرانسې په شمال کې د پولیسو له قومندانۍ څخه هرا تورمنته د La Voix du Nord یوې سیمه ایزې رسنۍ ته ویلي چې د کالې بندري ښار په څیر ګراندنست ښار کې به هم کډوالو ته د خوراکي موادو د ویش چارې د دولت لخوا سمبال شي.

د ګراند سنت د پولیسو قومندان هرا تورمنته وايي چې له یو کال څخه د ډیرې مودې راهیسې د دغې پریکړې غوښتنه د ګراندسنت د ښاروال مارسیال بایارت لخوا ترسره کیده. په همدی ترتیب د پولیسو قومندان له محلي رسنیو سره د دغه ګام د هرکلي ترڅنګ ویلي:« دا یو ستر ګام دی».

د پولیسو له قومندانۍ څخه هرا تورمنته د La Voix du Nord ورځپاڼې ته په دې اړه ډیر جزییات نه دې ورکړي، خو ویلي یی دی:« د د دولت لخوا د خوراکي مواد د ویش پروژې له ارزولو فاصله لرو. د پروژې جزییات به راتلونکو اونیو کې څرګند شي». کډوال نیوز هڅه وکړه چې له نوموړي څخه په دې اړه جزییات واخلي خو زمونږ غوښتو ته ځواب و نه ویل شو.

«رضایت او اندیښنې»

د کډوالۍ ملاتړ انجمنونه د دولت له دغې پریکې هرکلی کوي او ځینې نور اندیښنه لري. د سلام له انجمن څخه کلر میلوت وايي:« له یو اړخه مونږ خوښ یو ځکه دا هغه څه دي چې له اوږدې مودې راهیسې يي مونږ غوښتنه درلوده ترڅو دولت مو خپل مسولیت پر غاړه واخلي». بل پلو بیا نوموړی په ناڅاپي ډول د خوراکي موادو د ویش له پروسې ویره لري ځکه چی په ۲۰۰۲ کال کې د یو کمپ د تخليي پر مهال د خوراکي موادو د ویش پروسه و درول شوه چې وروسته بیا انجمنونه اړ شول چې دغه پروسه له سره پیل کړي.

نور ولولئ: د فرانسې په شمال کې د واورې او سړې هوا له امله د کډوالو کړاو

سلام انجمن هیله لري چې په ګراندسنت کې د پویتوک د کډوالو په کمپ کې چیرې چې ۳۰۰ کډوال میشت دي، د خوراکي موادو د دویش لپاره یو ځای ولري. کلر میلوت زیاتوي دغه کمپ کې تشنابونه نشته او د څښاک اوبو ته هم سمه لاسرسی شتون نه لري.

 د پولیسو لخوا په منظم ډول دغه کمپ د تخليي هدف ګرځي او کډوال شاتګ ته اړ کیږی.له سلام انجمن څخه دغه فعال وايي:« غوره به وئ چې د سرپناه او خوراکي موادو د ویش لپاره تر څنګ د استقبال د مرکز له پرانیستلو خبر شوی وای نسبت دې ته چې دولت یوازی د خوراکي موادو د ویش مسولیت په غاړه واخلي.»

 

نورې ليکنې