مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: Picture alliance
مانش کانال کې د بریتانیايي ځواکونو لخوا د کډوالو ژغورل. انځور: Picture alliance

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې د خپل هیواد عوامو مجلس ته د کډوالۍ په سیستم کې د داسې اصلاحاتو وړاندیز کړی چې له مخې به يي د هغو پناه غوښتونکو حقونه محدود شي چې په قانوني او یا ناقانونه ډول بریتانیا ته د ننه کیږي. مرستندویه سازمانونه دغه اصلاحات « بې رحمانه او غیرانساني» بولي.

د برګزت پلویان په بریتانیا کې د پناه غوښتنې د شرایطو سختولو ته لیواله دي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاټل چې په دې اړه د خپل سخت دریځۍ له امله مشهوره ده، د چهارشنې په ورځ د مارچ په ۲۴، د کډوالۍ په سیستم کې د داسې اصلاحاتو وړاندیز کړی چې دولت يي « بریتانیا کې د لسیزو لپاره د کډوالۍ په سیستم کې ستر اساسي سمون» بولي.

پریتي پاټل هوډ لري چې له دې وروسته هغه پناه غوښتونکي چې په قانوني او ناقانونه ډول بریتانیا ته د ننه کیږي د اوس په څیر ورته حقوق ور نه کړي. هغې په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي:« که د اوس په څیر له امنو هیوادونو لکه فرانسې څخه له ۶۰ سلنې ډیر کډوال دلته ورسیږي، نور نو نه شي کولای چې سمدلاسه د پناه غوښتنې سیسم کې داخل شي. دا هغه څه دي چې اوس ترسره کیږي.»

لنډ مهاله محافظت

د نوې اصلاحاتو سره سم چې دولت په پام کې لري، هغه کډوال چې په ناقانونه ډول بریتانیا ته داخل شوی وي او د پناه غوښتنې یې بریالۍ وي، د لنډ مهال لپاره یو نوي ډول اقامت تر لاسه کولای شي چې دوې به په اتوماتیک ډول د اقامت مودې د غځولو حق و نه لري. له دې سره به پناه غوښتونکي د ایستلو له ګواښ سره مخامخ شي. پردې سربیره له کورنۍ سره د دوې یو ځای کیدل او ټولنیز حقوق هم محدودیږي. بله ستونزه داده چې هغه خلک چې د پناه غوښتنې دوسیه يي له اروزنې وروسته رد شوې وي، په چټکۍ سره به له بریتانیا څخه اخراج شي.

نور ولولئ: بریتانیا نور له اروپایي ټولنې څخه بې سرپرسته ماشوم مهاجر نه مني

خو له دې برعکس بیا هغه خلک چې په قانوني ډول بریتانیا ته د ننه شوي وي، کولای شي د تل لپاره دغه هیواد کې پاتې شي.

بریتانوي رسنۍ وايي، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې هوډ لري چې د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې پر مهال دوې په یو بهرنۍ هیواد کې وساتي.

یو « غیر انساني» اصلاح

پریتي پاټل په دې باور ده چې له دغو اصلاحاتو سره به د خلکو ژوند و ژغورل شي او قاچابران به په نښه شي.

دا هغه خبره ده چې د بشري حقونو سازمانونه يي اندیښمن کړي دي.د سره صلیب نړیواله کمیټه دا کار « غیر انساني» عمل بللی دی.

د سره صلیب اجرایوي کمیټې مشر مایک ادمسون دا یو غیر عادلانه کار بولي او وايي:« دا وړاندیز یو دوه مخۍ غیر عادلانه سیستم رامنځ ته کوي چې له مخې يي د پناه غوښتونکو دوسیې د هیواد ته د اخلیدو پر بنسټ ارزول کیږي نه د نړیوال محافظت له اړتیاوو سره سم.»

د ( Refugee action ) نادولتي سازمان مشر تیم نوار، د دولت دغه وړاندیز غیر عادلانه او په بریتانیا کې د کډوالو پر حقونو یو ستر برید بللی دی.

 

نورې ليکنې