آرشيف انځور: ترکيه کي مهاجر د يونان د سرحد پر لور په حرکت کي| Photo: EPA/TOLGA BOZOGLU
آرشيف انځور: ترکيه کي مهاجر د يونان د سرحد پر لور په حرکت کي| Photo: EPA/TOLGA BOZOGLU

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازول د اروپايي اتحاديې له سرمشريزي مخکې پر دغه اتحاديه ږغ کړی دی چې د پخوا په شان دي د ترکيې سره د مهاجرت په تړاو نوی تړون نه کوي.

پرو ازول سازمان د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د پخواني تړون په شان د نوي تړون له رامنځته کولو څخه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۲۴ مه) په يوه اعلاميه کي وويل: «په ترکيه کي مهاجرو له پاره نه محافظت شته او نه هم ورته کوم لرليد وجود لري.»

د ياد سازمان په وينا په زياته افغان مهاجر په ترکيه کي لرليد نه لري. د پرو ازول رئیس، ګونتر بوکهاردت ويلي:«د بشري حقونو په قيمت باندي نه بايد چي يو نوی تړون رامنځته شي.»

د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو حکومتي او دولتي مشران نن د پنجشنبې په ورځ په خپله سرمشريزه کي په زياته د انقره سره د خپلو اړيکو په هکله سلامشوره کوي.

ترکيې د اروپايي اتحاديې سره د ۲۰۱۶ کال په تړون کي د غيرمنظم مهاجر پر ضد په مبارزه کي همکاري ته ژمنتيا ښودلې وه. د دغه تړون له مخي ترکيه هغه مهاجر بېرته مني، کوم چي له ترکيې څخه په ناقانونه توګه يوناني ټاپوګانو ته رسيدلي وي. په بدل کي یې اروپايي اتحاديه له ترکيې څخه سوريايي مهاجر مني.

د پرو ازول په وينا ترکيې ته په نوو رسېدونکو مهاجرو کي ډیری افغانان دي. د دغه سازمان په وينا همدغه ډله تر ټولو زياته د دې ګواښ سره مخامخ ده چي له يونان څخه ترکيې ته ولېږدول شي. 

له دې مخکي یاد سازمان په يوه څېړنه کي ښودلې وه چي افغانان په ترکيه کي هيڅ ډول محافظت او پناه نه ترلاسه کوي. د دغې څېړني د پايلو له مخي په ترکيه کي د مهاجرو سره مرستي تر زياتي اندازې د سوريايانو له پاره دي. د پرو ازول په وينا له دې کبله په ترکيه کي زيات شمير انسانان د اقامې په ترڅ کي د ناقوني او بې حقه کېدنې د ستونزي سره مخامخ دي. زياته شوې چي دغه انسانان «هر وخت د نيول کېدنې او د اخراج سره مخامخ کيدلای سي.»

ترکيه يو له هغو هيوادونو څخه شميرل کيږي چي په نړيواله کچه يې تر ټولو زياتو مهاجرو ته ځای ورکړی دی. پخپله د ترکيې د رسمي ارقامو له مخي په دغه هيواد کي شاوخوا ۴ مليونه مهاجر میشت دي چي ورڅخه ۳،۶ مليون يې سوريايان دي. خو د يو اټکل له مخي په ترکيه کي نژدې دوه مليونه داسي مهاجر هم سته چي ثبت شوي نه دي. له دغو څخه اکثريت يې افغانان دي.

په دې وروستیو کې داسي غوښتني زياتي شوي دي چي د اروپايي او ترکيې تر منځ تړون دي په داسي يوه توګه تعديل شي چي د افغان مهاجرو سره مرستي زياتي سي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې