په قبرس کي د مهاجرو کمپ | Photo: Getty Images/C.Assi
په قبرس کي د مهاجرو کمپ | Photo: Getty Images/C.Assi

لوکزامبورګ کي د يورو شتات ادارې ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې د اروپايي اتحاديې په ۲۷ غړو هيوادونو کي ۴۱۶۶۰۰ د پناه نوي غوښتني شوې وې. یاده اداره وايي چې د پناه غوښتنو دغه شمير د ۲۰۱۳ کال راهيسي تر ټولو ټيټه شميره ده چې لامل يي د کرونا ویروس بلل شوی دی.

د يورو شتات د معلوماتو له مخي چې د چهار شنبې په ورځ د مارچ په ۲۴ مه خپره شوې په ۲۰۲۰ کال په ټوله اروپايي اتحاديه کي د ټولو پناه غوښتو دوسیو څلورمه برخه په آلمان کې ثبت شوې. یاده اداره وايي چې په ۲۰۱۹ کال په ټوله اروپايي اتحاديه کي ۶۳۱ زره د پناه غوښتني سوي وې.

د دغې ادارې په آند د پناه غوښتنو په شمير کي د کمښت لوی لامل د کرونا پاندمي ده. په ۲۰۱۵ کال چي کله و اروپا ته مهاجرت خپل اوج ته رسېدلی ؤ نو په دغه کال نژدې ۱،۲ میليونه د پناه غوښتني وشوې. 

په ۲۰۲۰ کال د آلمان تر څنګ په هسپانيه، فرانس او يونان کي هم زياتي د پناه غوښتني وشوې. د نفوس په تناسب تر ټولو زياتي د پناه غوښتنې په قبرس، مالتا او يونان کي وسوې. تر ټولو کمي د پناه غوښتنې په هنګري هيواد کي وړاندي سوي وې. د نفوس په تناسب د پناه غوښتنو په شمير کي آلمان په نهم مقام ؤ.

د يادي ادارې د شميرو له مخي په ۲۰۲۰ کال تر ټولو زياتي د پناه غوښتني د سوريي وګړو کړي چي د ټولو پناه غوښتونو ۱۵ فيصده تشکيلوي. پر دويم نمبر افغانان دي چي په ټولو پناه غوښتونو کي يې ۷ سلنه برخه لرله.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې