آرشيف انځور| Photo: picture alliance/P. Pleul .jpg
آرشيف انځور| Photo: picture alliance/P. Pleul .jpg

آلمان کې د درېسدن تخنيکي پوهنتون په خپله یوه څیړنه کې ویلي چې د مهاجرت او ادغام سره تړلي موضوعات د آلمان د تعليمي ادارو په نصاب کي په اړين انډول ځای نه لري.

د څېړنې د پايلو له مخي په آلماني ښوونځيو کي د تدريس پر وخت د مهاجرت سره تړلي موضوعات اړين او په کافي اندازه ځای نه لري. په پايلو کي يې ويل شوي چي په زياته د آلمان په نژدې تاريخ کي د مهاجرت موضوعات لکه د مېلمه کارګرو جلب، آلمان ته د پخواني آلمانيانو بېرته راستنېدنه او يا هم د مسلکي او کارپوه کارګرو جلب په نصاب کي ډېر کم وخت موضوع ګرځي.

په څېړنه کي په انتقادي توګه ويل شوي چي برعکس په نصاب کي اکثره وخت د مهاجرت موضوع د بحرانونو سره په تړلو موضوعاتو کې تذکر مومي چي پر تېښته، اخراج او شړلو راګرځي. زياته شوې:«له دې کبله په نصاب کي د مهاجرت او ادغام موضوع د ټولنيزي عادي پدېدې په توګه ځای نه مومي. د دې تر څنګ د مهاجرت له کبله بېلابېلتوب او د هويت او ځان پېژندنې موضوعات ډېر کم وخت په نصاب کي مطرح کيږي.»

دغه څېړنه په درېسدن تخنيکي پوهنتون کي د ميدېم په نوم د مهاجرت او دموکراسۍ د فوروم له خوا تر سره شوې ده. په دې ترڅ کي د آلمان له څلورو ايالتونو څخه د اومي، اتمي، نهمي او لسمي ټولګۍ د جغرافيې، تاريخ او ټولنيزو چارو د مضامينو نصابي کتابونه ارزول شوي دي. کارپوهانو د دغې څېړني له پاره د نصاب د منتخبو کارپوهانو سره مرکې هم کړي دي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې