نږدې ۵۰۰ بې سرپناه کډوال چې ډیرۍ يي افغانان دي د پاریس زړه د جمهورت په  میدان کې د سرپناه د نه لرلو له امله د اعتراض په ډول راټول شوي.انځور:رویټرز
نږدې ۵۰۰ بې سرپناه کډوال چې ډیرۍ يي افغانان دي د پاریس زړه د جمهورت په میدان کې د سرپناه د نه لرلو له امله د اعتراض په ډول راټول شوي.انځور:رویټرز

نږدې ۵۰۰ بې سرپناه کډوال چې ډیرۍ يي افغانان دي د پاریس زړه د جمهوریت په میدان کې د سرپناه د نه لرلو له امله د اعتراض په ډول د څو ساعتونو لپاره خپلې خیمې و درولې. ښځې او ماشومان هم د اعتراض کوونکو په ډله کې شامل و.

شاوخوا ۴۸۰ تنه هغه کډوال چې تر خیمو لاندې يي د سړک پر غاړه شپې سبا کولې د یو شمیر مرستندویه سازمانونو په مرسته، د تیرې پنجشنبې ماښام په ۶:۳۰ بجو د پاریس په زړه کې د اعتراض په ډول خپلې خیمې و درولې.

له دې وړاندې هم په ورته سیمه کې بې سرپناه کډوالو خپلو خیمې درولې وې خو دا ځل دغه ګام د « پیوستون شپه» په مناسبت ترسره شوې. مرستندویه سازمانونه په خپله یوه ګډه اعلامیه کې د فرانسې له دولت څخه د بې سرپناه کډوالو لپاره سمدلاسه د مناسبې او دوامدارې سرپناه غوښتنه کوله.

د اتوپیا ۵۶ سازمان بنسټ ایښودونکی یان مانزي کډوال نیوز ته وویل:« زمونږه دنده داده چې دغه کډوال نورو ته و ښایو. مونږ له دې وروسته کمپ نه غواړو، مونږ د دوې لپاره کور غواړو.»

یان مانزي وايي چې د اعتراض کوونکو په ډله کې شاوخوا ۲۰ کورنې هم وې چې د ښاریانو په مرسته د اتوپیا ۵۶ سازمان له خوا ورته هر ماښام د یوې شپې لپاره ځای موندل کیده. نوموړی وايي چې نور اعتراض کوونکي چې ډیری يي د افغانستان او افریقايي ملکونو دي، د پاریس په شمالي څنډه کې د سړکونو پر غاړه تر پولو لاندې شپې سبا کوي.

په پاریس کې د افغانانو د یووالي او کلتوري ټولنې مسولین کډوال نیوز ته ویلي چې د ۳۰۰ بې سرپناه افغانانو لیست يي چارواکو ته سپارلی.

له یادې ټولنې څخه ۲۶ کلن افغان کډوال رومل صافی چې د تیر ماښام په اعتراضیه غونډه کې يي کډون درلود، کډوال نیوز ته وویل:« هغه افغانان چې تازه فرانسې ته د ننه کیږي د ژمې په سړه هوا کې د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي. دوې د یو آرام ژوند په موخه خپل ملک پریښی او فرانسې ته راغلي خو دلته تر خیمو لاندې شپې سبا کوي او ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.»

صافی وايي چې دغه حالت د منلو وړ نه دی او له دولت څخه د بې سرپناه کډوالو لپاره د سرپناه غوښتنه کوي.

پاریس کې نه یوازې بې اسناده کډوال او پناه غوښتنونکو لپاره د کور پیدا کول ستونزمن دی بلکه یو شمیر داسې خلک هم شته چې د مهاجرت اسناد ورسره دي خو نه شي کولای ځان ته سرپناه پیدا کړي.

۲۴ کلن افغان کډوال صفايي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې په فرانسه کې میشت دي، له همدا ډول یو حالت سره مخامخ دی. نوموړی د فرانسې خبري آژانس ته ویلي:« دوه اونۍ کیږي چې د مهاجرت اسناد مې تر لاسه کړي خو لا هیڅ نه دي شوي. ځینې وخت د سړک پر غاړه وخت تیروم.» دغه افغان ځوان زیاتوي:« له سرپناه او خوب پرته زما ژوند بې معنی ده. هیله مند یم چې نن ماښام ځان ته سرپناه پیداکړم.»

مرستندویه سازمانونه له چارواکو سره د څو ساعت ځنډ وروسته و کولای شول چې د جمهوریت په میدان کې راټول شویو کډوالو لپاره سرپناه و مومي. د شپې ناوخته ټول کډوال له دغه ځایه په بس موټرو کې جمنازیمونو او هوټلونو ته واستول شول او له دې سره د سهار په ۲ بجو اعتراض پای ته ورسید.

 

نورې ليکنې