هغه افغانان چې د هرات له لارې له ایران څخه افغانستان ته بیرته ستانه شوي. انځور: اسوشیتید پرس
هغه افغانان چې د هرات له لارې له ایران څخه افغانستان ته بیرته ستانه شوي. انځور: اسوشیتید پرس

ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له لسیزو کلونو وروسته لا هم په کې ګڼ شمیر افغانان خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي. د پولیسو بد چلند، د استوګنې د اسنادو ستونزه، روغتیايي اسانتیاوو او زده کړو ته په سمه توګه نه لاسرسۍ هغه عمده ستونزې دي چې د افغانستان په دغه ګاونډ هیواد کې افغانان ورسره مخامخ دي.

ایران له تیرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د شاوخوا درې میلیونه افغانانو کوربه دی. پر دغه هیواد د امریکا له اقتصادي بندیزونو وروسته ګڼ شمیر افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شول.

قم د ایران هغه ښار دی چې ګڼ شمیر افغان کډوال په کې میشت دي. کډوال نیوز په دغه ښار کې میشت د کډوالۍ فعالې زینت سره د افغان کډوالو د ژوند په اړه خبرې کړي.

کډوال نیوز: څومره وخت کیږي ایران کې اوسئ او په څه دنده لرئ؟

زینت: ۵ کلنه وم چې له خپلې کورنۍ سره ایران ته راغلې یم او له ۳۰ کلونو راهیسې دلته د ایران په قم ښار کې اوسیږم. په ولسي کارونو کې بوخته یم او هڅه کوم له افغان کډوالو سره په بیلابیلو برخو کې مرسته وکړم. دزده کړې، د استوګنې اسنادو، معلوماتو ورکولو او نور برخو کې له افغانانو سره مرسته کوم.

کډوال نیوز: ایران کې افغان کډوالو له کومو ستونزو سره مخامخ دي ؟

زینت: دلته افغانان بیلابیلې ستونزې لري. د پولیسو چلند زمونږ سره ښه نه دی، د اقامت ستونزه موجوده ده. په روغتیايي او د زده کړو په برخو کې مونږ افغانان دلته له محدودیتونو سره مخامخ یو. داسې افغانان شته چې له ۵۰ کلونو راهیسې دلته ژوند کوي او قانوني اسناد هم لري خو په خپل نوم یو سیم کارت، کور او موټر نه شي اخیستلای، بانکې حساب په خپل نوم نه شي پرانیستلای.

کډوال نیوز: تاسو د پولیسو له بند چلند څخه یادونه وکړه. څه ډول بد چلند؟ ایا شخصا تاسو د پولیسو له زور زیاتي سره مخامخ شوې یاستئ؟

زینت: د ایران د مهاجرت پولیسو چلند له مونږ سره ډیر بد دی. کله چې مونږ دفترونو ته د خپلو اداري کارونو اسنادو په اړه مراجعه کوو نو دوې له مونږ سره توپیري چلند کوي. له کډوالو سره د دوې چلند په یو عادي امر بدل شوی. که په دویم ځل پوښتنه کړو نو مونږ له خپل دفتر څخه وباسي. هدف مې د لفظي چلند څخه دی نه فزیکي چلند.

تیر کال د نوي کال په جشن کې ما غوښتل چې په کرونا اخته ناروغانو سره د مرستې لپاره مو نومونه درج کړو او غوښتل مې چې د کرونا ویروس ناروغانو ته د تخفیف لپاره يي د ایران روغتیا وزارت ته واستوو او دا چې د دې ناروغۍ لګښت ډیر دی، نو د تخفیف لپاره مو غوښتنه کوله. زما له خولې په دې برخه کې یو پیغام نشر شو. ۵ دقیقې وروسته د مهاجرت پولیس خپل دفتر ته وغوښتلم او زما پاسپورټ يي ضبط کړ. دوې راته په تندو الفاظو وویل: « کوم سفارت ته کارکوئ او د چا لپاره جاسوسي کوئ».

ما وویل چې زه جاسوسه نه یم او یوازې نومونه راټولوم ترڅو روغتیا وزارت ته يي واستوم. دوه اونۍ زما پاسپورټ ضبط و چې وروسته بیا راڅخه يي ژمنه واخیسته او پاسپورټ يي بیرته راکړ. دا یوه نمونه وه چې دې ورته زمونږ ګڼ افغانان د پولیسو له بد چلند څخه شکایت لري.

 کډوال نیوز: د زده کړو په برخه کې څه اسانتیاوې شته؟

زینت: تر پوهنتون پورې زده کړې وړیا دي خو د زده کوونکو د ماشومانو د نوم لیکنې پر مهال ځینو محدودیتونو سره مخامخ کیږو. باید له ایران دولت څخه په دې برخه کې مننه وکړو. هغه افغانان چې د اقامت کارتونه، پاسپورټونه او یاهم هیڅ اسناد و نه لري کولای شي زده کړې وکړي. خو زمونږ ماشومان نه شي کولای د ولایت او هیواد په کچه په ورزشي سیالیو کې ګډون وکړي. که ډیره هڅه وکړي نو له ناحیې څخه د ولایت کچې پورې سیالیو کې ګډون کولای شي خو دا کار ډیرې ستونزې لري. ډیر بااستعداده افغان ماشومان شته خو په لوړه کچه سیالیو ته لار نه شي پیدا کولای.

 نور ولولئ: د ایران پارلمان ته نوې طرحه وړاندې شوې: غیرقانوني کډوالو لپاره د جریمې او بند سزاګانې او پرې د ډزو اجازه

د اقتصادي ستونزو له امله افغانان نه شي کولای د پوهنتون فیسونه ورکړي ځکه دغه فیسونه لوړ دي. د دې ترڅنګ د پوهنتون د څانګو په انتخاب کې هم افغانان ستونزه لري او دوې نه شي کولای ځینې څانګې لکه د غاښونو طب، ټکنالوژۍ او فضايي څانګې و ټاکي.

کډوال نیوز: تاسې څه ډول د استوګنې اسناد لرئ؟ ستاسې او له نورو افغانانو سره مو چې لیدلي د اسنادو په برخه کې څه ستونزې لري؟

زینت: دلته درې ډوله افغان کډوال میشت دي. د استوګنې کارت (آمایش کارت) لرونکي، د موقت پاسپورټ لرونکي او بې اسناده کډوال دلته میشت دي. زه خپله پاسپورټ لرم. د استوګنې کارتونه هر کال نوي کیږي چې ۱،۵ څخه تر ۲ میلیونه تومن لګښت پرې راځي. خلک د دغه لګښت اقتصادي توان نه لري او نه شي کولای چې د کورنۍ د هر غړي پر سر ۲ میلیونه یورو ورکړي. همدغه وجه ده چې شاوخوا ۲۰ سلنه خلک و نه شو کولای خپل کارتونه نوي کړي.

بل پلو دلته د افغانستان سفارت لخوا د الکترونیکي تذکرو د ویش پروسه پیل شوې خو د لګښت د ډیروالي له امله ځینې خلک نه شي کولای دغه تذکرې واخلي.

کډوال نیوز: مخکې تاسې وویل چې یو افغان چې ۵۰ کاله په ایران کې پاتې شوی وي نه شي کولای سیم کارت یا بانکي حساب پرانیزي، په دې اړه معلومات راکړئ؟

زینت: هو، هغه افغانان چې حتی قانوني اسناد هم ولري په خپل نوم سیم کارت نه شي اخیستلای. باید د یو ایراني په نوم سیم کارت واخلي. مخکې دا ستونزه نه وه خو دا یو کال کیږي چې دغه محدودیت وضع شوی. ما او زما میړه خپل سیم کارتونه دوه کاله وړاندې اخیستي دي.

د سیم کارت ترڅنګ یو افغان نه شي کولای په خپل نوم کور، موټر واخلي او یا بانکي حساب پرانیزي.

دلته ځینې افغان اړ شول چې د ایرانیانو په نوم کور او یا موټر واخلي چې وروسته بیا ګڼې ستونزې رامنځ ته شوې او زمونږ هیوادوالو میلیونونه تومنه له لاسه ورکړل.

د موټر لایسنس بله ستونزه ده چې د آمایش کارت لرونکي افغانان نه شي کولای له دغه حق څخه برخمن شي.

 کډوال نیوز: روغتیايي وضعیت په ځانګړې ډول کرونا ویروس پر مهال څه ډول دی؟

زینت: دلته د کرونا ویروس آزمایښت وړیا ده خو د دغې ناروغۍ درملنه ډیره ګرانه ده. د کرونا ویروس بستري کسانو درملنه ۲۵ څخه تر ۳۰ میلیونه تومن لګښت لري چې د خلکو له توانه وتلې. روغتیايي بیمې برخه کې له ستونزو سره مخامخ یو. د بیمې لګښت ډیر ګران دی.

کډوال نیوز: پر ایران د امریکا اقتصادي لګښتونه د افغانانو پر ژوند څخه اغیز وکړ ؟

زینت: د دغه اقتصادي لګښتونو ډیر فشار پر کډوال دی ځکه دوې د ایرانیانو په څیر اقتصاد نه لري، بیمه نه لري. ا فغان کارګرو ته د پوشاک تولیداتو برخه کې سخت زیان اووښتی. مثلا د قم په ښار کې یوه سیمه وه چې ټول دوکانداران په کې افغانان ول خو دا هر څه اوس بند شوي. ځینو ښارونو کې د افغانانو پر تګ او ژوند کولو بندیز لګیدلی.

یو شمیر کورنۍ سرپرست نه لري. داسې کورنۍ هم لرو چې د درملنې لپاره يي پیسې نه درلودې او خپل اولاد يي په روغتون کې پریښي.

نور ولولئ: د ایران په دولتي ښوونځیو کې بې اسناده افغان زده کوونکي منل کیږي

کډوال نیوز: دا چې ستونزې ډیرې دي نو ولې افغانستان ته نه ستنیږئ؟

زینت: شخصاً زه خپله د بیرته ستنیدو ستونزه نه لرم خو اوس لپاره زما میړه په زده کړو بوخت دی. له افغانانو سره چې ما خبرې کړي دوې وايي چې په هیواد کې مو امنیت نشته او اقتصادي ستونزې ډیرې دي.

کډوال نیوز: ایا دغه ستونزې مو د افغانستان سفارت سره شریکه کړې؟

زینت: ستونزې باید په اساسي ډول د افغان چارواکو لخوا حل شي. د سفارت له چارواکو سره مونږ خپلې ستونزې شریکې کړې خو هغوې وویل چې مونږ د افغانستان حکومت سره د حل لپاره يي اړیکه نیولې.

کډوال نیوز: ستاسو غوښتنه له چارواکو څخه څه ده؟

زینت: افغان حکومت مونږ کډوالو ته ارزښت نه ورکوي، مونږ يي همداسې پریښي یو او ستونزو ته مو رسیدنه نه کیږي. کله چې دوې مونږ ته ارزښت نه ورکوي نو ایراني چارواکي هم مونږ ته ستونزه جوړولای شي. زمونږ د ستونزو حل له افغان حکومت سره دی او دې باید خپل قومي او داخلي اختلافات یوې خوا ته پریږدي او د کډوالو په فکر کې شي. 

 

نورې ليکنې