د ایټالیا او فرانسې ګډه پوله. انځور: کډوال نیوز
د ایټالیا او فرانسې ګډه پوله. انځور: کډوال نیوز

د افغان مهاجرو یوه ډله وایي د ایټالیا او فرانسې پر ګډه پوله فرانسوي ځواکونو د دوی د ډارولو لپاره ډزې کړې دي. خو فرانسوي ځواکونه دغه ادعاوې ردوي.

د ایټالیا خبري اژانس انسا په حواله د یوې ۱۱ کلنې افغانې مهاجرې تر بستري کېدو وروسته چې د ډزو له امله یې شوک لیدلی و د ایټالیا د تورین د کم سنه کسانو د ساتنې ځانګړې محکمې ته شکایت ثبت شوی دی. د دغې ماشومې مور څېړونکو ته ویلي چې د روان کال د مارچ پر ۲۵مه نوموړې له خپل مېړه او لور سره له یوه لنډمهاله استوګنځي څخه وتلې وه. مخکې له دې دوی د اولکس ښار په یوه ویجاړه ودانۍ کې اوسېدل.

هغې چې د سره صلیب له خوا روغتون انتقال شوې، د یاد سازمان رضاکارانو ته ویلي: «موږ پر لاره روان وو چې فرانسوي پولیس ورسېدل. دوی چغې وکړې او موږ ته یې وویل چې ودرېږئ. بیا مو د ډزو غږونه واورېدل.»

هغې زیاته کړې چې لور یې د ډزو له امله شوک لیدلی دی. دغه ماشومه افغانستان کې د بمب په چاودنه کې ټپۍ شوې وه.

بیا ولولئ: ویډیو: افغان مهاجر فرانسې ته د رسېدو په موخه څنګه له الپ غرونو څخه تېرېږي؟

پولیس یادې ادعاوې ردوي

په ورته مهال د هوت الپ قومندانۍ پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له ټولو هغو ځواکونو څخه چې د وسلو د کارولو اجازه لري غوښتي دي چې معلومه کړي ایا د د پنجشنبې او جمعې په ورځو ډزې شوې دي که نه.

په وینا یې «د راټول شویو معلوماتو له مخې یاده موده کې هېڅ کومه ډزه نه ده شوې.»

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ۱۱ کلنه ماشومه تېره پنجشنبه د شپې له خوا «د فرانسې او ایټالیا د ګډ سرحد د کنترول د عملیاتو په چوکاټ کې» له ۱۳ نورو کسانو سره نیول شوې وه. دوی چې غوښتل یې په ناقانونه طریقه له پولې څخه تېر شي د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته ایټالوي چارواکو ته وسپارل شول.

یادې قومندانۍ زیاته کړې چې د ایټالوي پولیسو له مخې مهاجرو ورته ویلي دي چې د ډزو غږ یې نه دی اورېدلی.

تېره شنبه د فرانسې ملي ژاندارمو هم دغه ادعاوې رد کړې وې. د سیرپا یا د اردو د اړیکو ویاند ویلي وو چې د راټول شویو معلوماتو له مخې یادې ادعاوې ناسمې دي.

بیا ولولئ: د الپ له واورو ډک غرونه: کډوال په خورا سختو شرایطو کې له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان رسوي

ډېری وختونه د ایټالیا او فرانسې پر ګډه پوله مهاجر د فرانسوي ځواکونو تر نیول کېدو وروسته ایټالیا ته استول کېږي. تر دې دمخه ګڼو مهاجرو ویلي چې فرانسوي ځواکونه یې د پناه غوښتنه نه ده منلې او دوی یې بېرته ایټالیا ته شړلي دي.  

 

نورې ليکنې