د یونان او ترکیې ګډه پوله. د یونان په توقیف ځایونو کې بند مهاجر په معموله توګه ترکیې ته استول کېږي. انځور: حسین الدمیر، رویترز
د یونان او ترکیې ګډه پوله. د یونان په توقیف ځایونو کې بند مهاجر په معموله توګه ترکیې ته استول کېږي. انځور: حسین الدمیر، رویترز

تېره شنبه د اټن په ۸۰ کیلومترۍ کې پروت کورېنت توقیف ځای کې یو ۲۴ کلن ترکي مهاجر د خپلې کوټې په تشناب کې ځان وژنه کړې ده.

نورو مهاجرو د دغه ترکي کډوال د جسد تر موندلو وروسته چارواکو ته خبر ورکړ. دوی بیا د خپل ژوند د سختو شرایطو پر وړاندې مظاهره وکړه او توشکونه ته یې اور واچاوه. پولیسو د یادو مهاجرو پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

د ځینو رسنیو له مخې دغه ترکی مهاجر په اصل کې کرد و او له یو کال راهیسې یې د کورېنت په توقیف ځای کې ژوند کاوه. نوموړی د ۲۰۱۹ په ډېسمبر میاشت کې د یونان په شمال ختیځ اګومېنیتسا بندر کې له هغې وروسته نیول شوی و چې غوښتل یې ایټالیا ته ولاړ شي.

د چارواکو له مخې د کورېنت په توقیف ځای کې نږدې ۸۰۰ مهاجر چې ډېری یې سند نه لرونکي پاکستانیان او افغانان دي په خورا سختو شرایوط کې شپه سبا کوي. ټاکل شوې چې دوی له یونان څخه وشړل شي.

په ورته مهال د کیرفا په نامه د راسیستي چلند ضد سازمان په یوه خبرپاڼه کې «د میاشتو لپاره د مهاجرو د بې دلیله نیول کېدو پر مرګوني سیاستونه» نیوکه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو کمېشنره یلوا جوهانسون د یونان په ساموس او لېسبوس ټاپوګانو کې له مهاجر کمپونو کتنه وکړي.  

 

نورې ليکنې