تېره جمعه صربیا د مهاجرو د واکسینولو لړۍ پیل کړه. دغه هیواد ویلي چې د ګاونډو هیوادونو اتباعو ته هم واکسین ورکوي.
په داسې حال کې چې ځینې اروپایي هیوادونو د کووید-۱۹ واکسین له کموالي څخه شکایت لري، صربیا د مهاجرو د واکسینولو لرۍ پیل کړې ده. تېره جمعه بلګراد ته نږدې کرنیاکا هرکلي کمپ کې د مهاجرو د واکسینولو د تطبیق پروسه پیل شوه.
د چارواکو له مخې تر ۵۰۰ ډېرو مهاجرو د واکسین څخه د ګټه اخیستو لپاره نوم لیکنه کړې ده.
د بهرنیانو لپاره واکسین
د صربیا د دولتي ټلویزیون ار تي اس په حواله په ورته مهال د بهرنیانو د واکسینولو کمپاین هم پیل شوی دی. د تېرې جمعې راهیسې بهرنيان د د بلګراد د واکسین په اصلي مرکز کې د کورونا ویروس ضد واکسین څخه ګټه اخیستلی شي. ار تي اس زیاته کړې که څه هم ډېری بهرنیان د صربیا له ګاوندو هیوادونو سره تړاو لري، خو په ډله کې یې د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو اتباع هم دي.
سرچینې د دغو بهرنیانو کره شمېر نه دی ورکړی، دا یې هم نه ده ویلې چې د بهرنیانو د واکسینولو لړۍ لامل څه دی.
د یادولو ده چې مهاجر او بهرنیان صربیا کې یوازې د استرازنیکا له واکسین څخه ګټه اخیستلی شي. تېره اونۍ د دغه واکسین د تطبیقولو لرۍ د ځینو اروپایي هیوادونو له خوا له هغې وروسته وځنډول شوه چې ځینې واکسین شويو کسانو کې ستونزې ولیدل شوې. خو د اروپا د روغتیایي چارواکو تر مشورې وروسته دوی د دغه واکسین د تطبیقولو پروسه بیا پیل کړه.