د کډوالو لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنره یلوا جوهانسون په یونان کې. د مارچ ۲۹مه. انځور: رویترز
د کډوالو لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنره یلوا جوهانسون په یونان کې. د مارچ ۲۹مه. انځور: رویترز

پرون دوشنبه د اروپایي ټولنې کمېشنرې یلوا جوهانسون له لېسبوس ټاپو څخه د کتنې پر مهال وویل، اروپایي ټولنه به ۲۷۶ میلیونه یورو د یونان په پنځو ټاپوګانو کې د مهاجر کمپونو د جوړولو او بیا رغولو ته ځانګړې کوي. نوموړې له ترکیې څخه غوښتنه وکړه چې له یونانه اخراج شوي مهاجر دې ومني. په حواله یې اټن هم باید د مهاجرو د شړنې په هکله موجودې ادعاوې وڅېړي.

پرون دوشنبه د مارچ میاشتې ۲۹مه د اروپایي ټولنې کمېشنرې یلوا جوهانسون له لېسبوس ټاپو څخه د کتنې پر مهال وویل، اروپایي ټولنه په پام کې لري چې ۲۷۶ میلیونه یورو د یونان په پنځو ټاپوګانو کې د مهاجر کمپونو بیا رغولو او یا جوړولو ته ځانګړې کړي.

د دغې مالي مرستې موخه دا ده چې یوناني حکومت د ژمي له رسېدو مخکې ساموس، کیوس، کس او لېسبوس ټاپوګانو کې نوي کمپونه پرانیزي.

له تېرو څو کلونو راهیسې یوناني ټاپوګانو کې د مهاجرو د ژوند شرایط خورا سخت دي. تېره سپټمبر میاشت د اورلګېدنې له امله د موریا کمپ تر سوځېدو وروسته مهاجر د کاراتپې په نامه کمپ ته انتقال شول. د ګڼو بشري سازمانونو په حواله دغه کمپ کې د ماشومانو په ګډون تر ۶۰۰۰ ډېر کسان اوسېږي. سازمانونه زیاتوي چې د کاراتپې اوسېدونکي د ژوندانه لومړنیو امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري.

بیا ولولئ: په لیزبوس کې د کډوالو کړاو: نه ختمېدونکی رواني فشار

د اټن او اروپایي ټولنې د نوي تړون له مخې ټاکل شوې ده چې د روان کال تر سپټمبر میاشت پورې د لېسبوس مرکز میتلین ته څېرمه پالې سیمه کې د مهاجرو نوی کمپ پرانیستل شي.

تېره ډېسمبر میاشت یونان کې د بې سرحده ډاکټرانو د اړیکو مسولې دورا وانګي کډوال نیوز ته ویلي وو چې د کاراتپې کمپ په څېر د ساموس ټاپو په واتي کمپ کې هم مهاجر په سختو شرایطو کې ژوند تېروي او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

بیا ولولئ: بې پولې ډاکټران: مهاجر باید له ساموس ټاپو څخه خوندي ځای ته انتقال شي

سمندر کې د مهاجرو د شړنې په هکله ادعاوې باید وڅېړل شي

یلوا جوهانسون یونان ته د خپل سفر پر مهال له ترکیې څخه غوښتنه وکړه چې له یونانه شړل شوي مهاجر دې ومني. تېره جنوري میاشت اټن له اروپایي ټولنې څخه غوښتي وو چې ترکیې ته د ۱۵۰۰رد شویو مهاجرو د اخراج په تړاو ورسره مرسته وکړي. خو ترکیې بیا په وار وار ویلي چې له یونانه اخراج شوي مهاجر نه مني.

یلوا جوهانسون دغه راز اژې سمندر کې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور د مهاجرو د کښتیو د شړلو په اړه د پلټنو د پیل غوښتنه وکړه.

د اروپا د پولې ساتنې اداره یا فرانتکس په دې تورنه ده چې اژې سمندر کې یې د مهاجرو کښتۍ د ترکیې پر لور شړلې دي 

 

نورې ليکنې