کالې ښار کې د کډوالو کمپ. انځور: آرشیف/ مهدي
کالې ښار کې د کډوالو کمپ. انځور: آرشیف/ مهدي

د فرانسې په کالې سیمه کې محکمې د یو مهاجر کمپ د خالي کولو په اړه د ښاروالۍ غوښتنه رد کړې ده. دغه کمپ کې ۲۰۰ مهاجر اوسېږي. محکمې زیاته کړې چې د ښاروالۍ له خوا داسې کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی چې وښيي دغه کمپ عامه نظم او صفایۍ ته زیان رسوي.

د فرانسې د کالې ښار محکمې د روانې مارچ میاشتې پر ۲۶مه وویل چې د کالې ښاروالۍ په خپل غوښتنلیک کې داسې کوم ثبوت نه دی ورکړی چې وښيي مهاجر باید له دغه کمپ څخه وایستل شي. دا کمپ چې په اصل کې یو ورزشي ډګر دی د کالې په لوېدیځه کې موقعیت لري او نږدې ۲۰۰ مهاجرو پکې خیمې درولې دي.

د کالې ښاروالۍ د مارچ میاشتې پر ۱۵مه له محکمې څخه غوښتي وو چې ورته اجازه ورکړي له دغه کمپ څخه مهاجر وباسي.

د ښاروالۍ غوښتنلیک کې راغلي وو چې مهاجر په «خطرناکو او نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي او کمپ ته کې د قاچاق وړونکو شتون او د مهاجرو ترمنځ شخړې صفایۍ او عامه نظم ته زیان رسوي.»

مهاجر کمپ عام نظام ته زیان نه رسوي

د دغه کمپ ۴ اوسېدونکو له کابن ژوریدیک او یوتوپیا ۵۶ سازمانونو په مرسته د ښاروالۍ د درخواست د رد غوښتنه کړې وه. د محکمې په پرېکړه لیک کې دا هم راغلي چې دغه کمپ کې نږدې ۱۸۰ مهاجر ژوند کوي چې ډېری یې اریتریایان دي. په خبره یې کمپ کې خیمې مناسبې دي، له یوې بلې سره د فاصلې په مراعتولو او په منظمه توګه درول شوې دي.

محکمې زیاته کړې چې کمپ یو پارکېنګ ته نږدې موقعیت لري چې دولت پکې مهاجرو ته تشنابونه جوړ کړي او د دولت له خوا په رسمیت پېژندل شوی سازمان لا وي اکتیو پرې خواړه وېشي.

د قاضي په حواله ښاروالۍ سیمه کې د کمپ د شتون له امله عامه نظم ته د ګواښ په اړه هېڅ کوم داسې ثبوت نه دی ورکړی. دغه راز د کورونا ویروس کړکېچ له امله اوسمهال د سپورټ مرکز تړلی دی او د مهاجرو شتون دغه ورزشي جوړښتونو ته زیان نه رسوي. 

نوي قاضي د سند غوښتنه کړې

په ورته مهال کابن ژوريدیک کې مدافع وکیله مارګو سیفر کډوال نیوز ته وایي چې دا لومړی ځل دی چې قضایي ارګانونونه له کمپونو څخه د مهاجرو د ایستلو غوښتنه ردوي.

نوموړې زیاتوي چې د محکمې نوي قاضي دا تصمیم نیولی او د لومړي ځل لپاره یې له ښاروالۍ څخه د ثبوت د وړاندې کولو غوښتنه کړې.

خو ایا دا به پر قضایي رویه بدله شي؟ مارګو سیفر وایي چې له دې وروسته د کالې ښاروالي اړه ده چې محکمې ته د پېژندل شویو کمپونو د تړلو په اړه د غوښتنې تر وړاندې کولو مخکې کافي اسناد برابر کړي. خو په وینا یې د کوچنیو کمپونو د تړلو عملیات د څارنوالۍ پر غاړه دي.

د بشري حقونو څار سازمان په حواله د مارچ میاشتې پر ۲۴مه او ۲۱مه کالې کې د مهاجرو د کمپونو د تړلو ټولټال ۱۶ عملیاتونه ترسره شول چې په پایله کې یې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۷۵ خیمې ونیولې. یاد سازمان له کمپونو څخه د مهاجرو د ایستلو عملیاتونه له بشري حقونو څخه «سرغړونه» بولي.

 

نورې ليکنې