اروپا ته اوښتونکي ډېری پاکستانيان د قاچاقبرانو په مرسته په پټه توګه ايران ته داخلېږي
اروپا ته اوښتونکي ډېری پاکستانيان د قاچاقبرانو په مرسته په پټه توګه ايران ته داخلېږي

ايران تېره اونۍ لږ ترلږه ۱۱۳ پاکستاني کډوال د پاکستان چارواکو ته سپارلي دي. دغه کسان ایران ته په ناقانونه توګه داخل شوي وو او اروپا ته د تلو په تکل کې وو.

د تفصيلاتو ترمخه د تېرې يکشنبې په ورځ ياد کسان د ايران چارواکو د تفتان په پوله پاکستاني چارواکو ته وسپارل.

دوی د ايران په مختلفو سيمو کې نيول شوي وو او د سفر سندونه یې نه درلودل. اروپا ته د ايران او ترکيې پر لار تلونکي ۱۱۳ نيول شوي مهاجر دا وخت د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې په توقيف کې دي. د ايف ايي ای چارواکي به د دوی د کورونا ويروس د ازماېښتونو نه پس دوی څخه پلټنې کوي.

د پاکستان او ايران ترمنځ د ۶۰۰ کلوميتره څخه زياته پوله باندې تفتان یوازنۍ قانوني لاره ده، خو انساني قاچاق وړونکي مختلفې پټې او ناقانونه لارې کاروي.

په ۲۰۲۰ کې ايران لږترلږه ۱۹،۳۷۲ پاکستانيان نيولي او پاکستان ته یې سپارلي وو. په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل وو. همدارنګه په ۲۰۱۹ کې ايران ۴۹۱۳ پاکستانيان نيولي او پاکستاني چارواکو ته يې سپارلي وو.

 

نورې ليکنې