افغان انجونې د پاکستان په یو ښوونځي کې انځورګري کوي. انځور: م. حسنین، یو ان اچ سي ار
افغان انجونې د پاکستان په یو ښوونځي کې انځورګري کوي. انځور: م. حسنین، یو ان اچ سي ار

د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې - يو اين ايچ سي آر - پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو لپاره د نویو سمارټ کارتونو د ورکولو پروګرام دغه هیواد کې د کورونا ويروس ناروغۍ د چټکوالي له امله ځنډولی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له يوې اعلاميې ترمخه ياد پروګرام د اپریل میاشتې د لومړۍ نېټې له پیل کېدو د کورونا ویروس ناروغۍ د زياتوالي له کبله ځنډول شوی. د اعلاميې ترمخه به دغه پروګرام د ناروغۍ د کچې تر ټیټېدو وروسته پیل شي.

ياده دې وي چې د افغان کډوالو د اسنادو د نوي کولو او د معلوماتو د تصديق تمرين پروګرام به د پاکستان د پولو د چارو وزارت، د پاکستان نادرا اداره د يو اين ايچ سي آر په مرسته سر ته رسوي. د پروګرام ترمخه به د کډوالو د هغو کارتونو تصديق کولای شي چي د پايې نيټه ورباندې دېسمبر ۳۱، ۲۰۱۵ ليکل شوې ده.

د افغان کډوالو د ملاتړ پلت فارم ترمخه دا وخت پاکستان کې لږترلږه څوالس لکه ثبت شوي افغان کډوال مېشت دي.

 

نورې ليکنې