افغان خبریال الیاس احساس. د دغه انځور ټول حقونه خوندي دي.
افغان خبریال الیاس احساس. د دغه انځور ټول حقونه خوندي دي.

افغان خبریال الیاس احساس له فرانسې څخه سویډن ته او له سویډن نه افغانستان ته د اخراج له ګواښ سره مخ دی. هغه وایي چې فرانسوي چارواکو دې ته اړ کړی چې راتلونکې دوشنبه د کورونا ویروس ازموینه ترسره کړي. د نوموړي د مدافع وکیل په حواله د کورونا ازموینه په معموله توګه د مهاجرو له اخراج مخکې ترسره کېږي.

اووه وېشت کلن افغان خبریال الیاس احساس چې د فرانسې په شمال لوېدیځ رن ښار کې اوسېږي نن پنجشنبه د اپریل میاشتې لومړۍ نېټه کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل، دوه ورځې مخکې یې د کورونا ویروس د ازموینې د ترسره کولو سند یې ترلاسه کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د دې سند پر اساس باید د اپریل پر ۵مه د کورونا ازموینه ترسره کړم او د اپریل پر ۶مه د ازموینې پایله پولیسو ته وړاندې کړم.»

په وینا یې چارواکو ورته ویلي چې د اپریل پر ۲۵ او یا ۲۶مه به د ډوبلین د مقرراتو په چوکاټ کې له فرانسې څخه سویډن ته استول کېږي.

«فکر کوو چې هغه د اپریل پر ۷مه سویډن ته اخراج شي»

د ښاغلي احساس مدافع وکیل کلېمان پېر د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «د پولیسو قومنداني ورنه غواړي چې راتلونکې دوشنبه د کورونا ازموینه ترسره کړي. نورو هیوادونو ته د مهاجرو تر اخراج مخکې د کورونا منفي ازموینه ضروري ده. موږ فکر کوو چې هغه به د اپریل پر ۷مه سویډن ته اخراج شي.»

د اروپا د پناه غوښتنې قوانینو له مخې الیاس احساس د ډوبلیني مهاجر په توګه پېژندل کېږي. مانا یې دا چې لومړی یو بل اروپایي هیواد ته رسېدلی او هلته یې د ګوتو نښې ثبت شوې دي.

الیاس احساس په ۲۰۱۵ کې د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه وتلی دی. نوموړي اروپا ته تر رسېدو وروسته سویډن کې د پناه غوښتنه کړې وه، خو د ۲۰۲۰ په ډېسمبر میاشت کې چارواکو د ده دوسیه رد کړه. هغه افغانستان ته د اخراج له وېرې فرانسې ته راغی او هڅه یې وکړه چې دغه هیواد کې پناه وغواړي.

د اخراج پر وړاندې اعتراضي کمپاین

ښاغلی احساس زیاتوي چې د خپل اوسني وضعیت په هکله د خبریالانو نړیوال فېدراسیون، د بې پولې خبریالانو، د خبریالانو د ساتنې سندیکا او ځینو نورو سازمانونو سره خبرې کړې دي.

د خبریالانو د ساتنې سندیکا څو ورځې مخکې د ده د اخراج پر وړاندې د لاسلیکونو د راټولو انلاین کمپاین جوړ کړ.

الیاس احساس چې افغانستان کې له راه فردا ټلویزیون سره د خبریال په توګه کار کاوه اوسمهال د رن ښار د پناه غوښتونکي په یوه استوګنځي کې په کورني بند کې دی. هغه اړ دی چې په اونۍ کې دوه ځله د حاضري ورکولو لپاره د پولیسو قومندانۍ ته مراجعه وکړي.

«راتلونکي ته خوشبینه نه یم»

دغه ځوان خبریال کډوال نیوز ته وایي چې راتلونکي ته خوشبینه نه دی او نه پوهېږي چې څه باید وکړي. په خبره یې: «اوس دې ته اړ شوی یم چې د دوو بدو حالاتو ترمنځ یو انتخاب کړم. که د کورونا ازموینه ورکړم سویډن ته اخراجېږم. خو سویډن کې نور چانس نه لرم، دوی ما افغانستان ته اخراجوي. خو که فرانسه کې پاتې شم برخلیک به مې نامعلوم وي. نه غواړم چې نږدې دوه کاله له پټ هویت سره ژوند وکړم.»

نوموړی زیاتوي چې دا یې د ژوند تر ټولو سخته شېبه ده او نه پوهېږي چې څه پرېکړه وکړي. خو په خبره یې خپل اعتراض ته ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د شمېرو له مخې تېر کال ۱۱افغان خبریالان د طالبانو او نورو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

څه موده مخکې بي بي سي د یادې ادارې مشر مجیب خلوتګر له قوله لیکلي وو چې د ژورنالیستانو پر وړاندې ګواښونو ۵۰ خبریالان دې ته اړ کړي چې له خپلو کورنیو سره له افغانستانه ووځي او نږدې ۲۰۰ تنو نورو، چې ښځې دي، خپل کارونه پرېښودلي دي.

په ورته مهال نن پنجشنبه د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې لیکلی دی چې طالبان په عمدي توګه خبریالان او په ځانګړې توګه ښځې په نښه کوي. د راپور له مخې د دوحې د سولې خبرو تر پیل وروسته د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو له لوري ګواښونه زیات شوي دي.

 

نورې ليکنې