طارق الأوس له سوريې څخه دی Crédit : Reuters
طارق الأوس له سوريې څخه دی Crédit : Reuters

د طارق الأوس په نوم سوريايي مهاجر په آلمان کي ځان و پارلمان ته کانديد کړی ؤ. خو هغه دوې ورځي تر مخه د «تهديدونو» له کبله له کانديدۍ لاس پر سر سو.

د ادغام له پاره د آلمان د حکومت ځانګړي ماموري، انېته ويدمن ماوڅ پر دې خواښيني څرګنده کړې ده چي طارق الأوس له خپلي کانديداتورۍ لاس پر سر سوی دی. د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند دغې سياستوالي ويلي:«موږ هيڅکله بايد د دې اجازه ورنکړو چي انسانان د هغوی د ريښو له کبله په دموکراتيک فعاليتونو کي وګواښل سي.» انېته ويدمن ماوڅ دا څرګندوې د آلمان د رسنيو شبکې ته د چهارشنبې په ورځ وکړې.

يو دېرش کلن طارق الأوس چي د سوريې له هيواد څخه آلمان ته رامهاجر سوی دی، د زرغون ګوند له خوا يې ځان پارلمان ته کانديد کړی ؤ. خو هغه د هغه د شخص او کورنۍ پر ضد د ګواښونو او تهديدونو له کبله له خپلي کانديداتورۍ لاس پر سر سو.

د الأوس په خپله وينا هغه غوښتل چي «د آلمان پارلمان بُندستاګ ته لومړی مهاجر استازی وګرځي او په دې توګه د هجرت سره مخامخ انسانانو ته سياسي ږغ وګرځي.» نوموړي په فبرورۍ مياشت کي ځان په غبرګه توګه له دوو آلماني ښارونو، اوبر هاوزن او دينسلاکن څخه د زرغون ګوند په استازيتوب پارلمان ته کانديد کړی ؤ. 

د زرغون ګوند ځايي څانګي ويلي دي چي «د هغه د خپل نژدې چاپيريال د امنيت له پاره له کانديداتورۍ څخه د هغه د لاس پر سر کېدنې د فيصلې بايد احترام او ملاتړ وسي.» دغه ګوند اوس د نوي کانديد له پاره تلاښ پېل کړی دی.

د آلمان د شليسويګ هولشتاين د پارلمان مرستيال رئيسي، اميناتا تورې ويلي دي چي د الأوس د پرېکړي احترام کوي او ورته پوهاوی لري. د تورې مور او پلار يې له افريقايي هيواد مالي هيواد آلمان ته رامهاجر سوي ول. خو د زرغون ګوند دغې سياستوالي د دويچلاند فونک راديو ته زياته کړې چي په دې باندي «خواښينې» هم ده چي الأوس دا ډول پرېکړي ته ځان مجبوره احساس کړی دی. د هغې په وينا دا موضوع بايد د ټولو ګوندونو له پاره د راويښېدو يو زيګنال واوسي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې

Webpack App