له ليسبوس څخه هانوور ته د مهاجرو انتقال : IOM Greece Twitter feed @IOMGREECE
له ليسبوس څخه هانوور ته د مهاجرو انتقال : IOM Greece Twitter feed @IOMGREECE

آلمان د ژمني سره سم تر ۲۰۰۰ زيات مهاجر له یونان څخه ومنل او ورته ځای يې ورکړ. خو مرستنديوه سازمونونه وايي دا شمير کافي نه دی.

مرستندويه سازمانونو له يونان څخه و آلمان ته د مهاجرو د انتقال د پروسې پر پای ته رسېدو خواښيني څرګنده کړې ده. د دغه پروګرام له مخي د يوناني ټاپو ليسبوس څخه مهاجر آلمان ته راانتقال کېدل. مرستندويه سازمانونو غوښتنه کړېده چي دغه پروګرام ته دي ادامه ورکړل سي.

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي د کاريتاس مرستندويه سازمان رئيس، پېتر نېهر د چهارشنبې په و رځ (د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۳۱مه) وويل چي دا د «بشريت غوښتنه» ده چي مخ په وړاندي هم د محافظت په تلاښ انسانان آلمان ته راوستل سي. نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کي وکړې چي د چهارشنبې په ورځ و آلمان ته د مهاجرو د انتقال وروستی پرواز تر سره کړل سو.

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس د چهارشنبې په ماپښين ۱۲۰ انسانان د يوې الوتکي په مرسته له ليسبوس څخه د المان هانوور ته راوستل سول. د وزارت په وينا په ياد شمير مهاجرو کي ۳۰ کورنۍ دي چي پکښي ۵۹ يې بالغان او ۶۱ پکښي ماشومان دي. زياته سوې چي دغه مهاجر به د آلمان په برلين، براندنبورګ، برېمن، هامبورګ، هېسن، نيدر زاکسن، نارد راين وېستفالن، راينلاند فالڅ او تيورينګن کي آباد کړل سي.

د ۲۰۲۰ کال د اپريل له میاشتي راهيسي په ټوليزه توګه ۲۶۶۲ انسانان له يونان څخه آلمان ته راوستل سوي دي. د کاريتاس د رئيس په وينا د يادو انسانانو انتقال ځکه د بشري پېوستون يوه نخښه وه. د هغه په وينا د يوناني ټاپوګانو په مهاجرکمپونو کي لا وضعيت هغسي خراب دی. هغه له دې کبله غوښتنه وکړه چي مخ په وړاندي هم بايد له يونان څخه آلمان ته مهاجر را انتقال کړل سي. هغه وويل چي په آلمان کي ولسوالۍ او ښارګوټي سته چي په رضا دغه مهاجر مني او ځای ورکوي.

د «زې بريونکه» يا «سمندري پل» په نوم د ښارونو په اتحاديه کي ۲۴۰ آلماني ښارونه او ولسوالۍ برخه والي دي. د دغې اتحاديې غړي ښارونه دې ته چمتو دي چي په رضاکارانه توګه نور مهاجر له يونان څخه ومني. خو د کاريتاس مرستندويه سازمان د آلمان پر دولت تور لګولی چي د وضعيت په تغير کولو کي سیاسي لېوالتيا نه لري. د دغه سازمان په وينا اوس هم شاوخوا ۱۴۰۰۰ د محافظت په تلاښ انسانان د اروپايي اتحاديې پر پولو په غير انساني شرايطو کي ساتل کيږي. سازمان ويلي چي هغه شمير مهاجر چي تر اوسه آلمان منلي دي په صحرا کي صرف د يوې قطرې د اوبو په معنی دي. سازمان د دغه پروګرام د جاري ساتلو غوښتنه وکړه.

د سره صليب د آلمان څانګي هم د يونان په مهاجر کمپونو کي د مهاجرو سره د مرستو ږغ کړی دی. دغه سازمان ويلي چي د موريا په کمپ کي د اورلګېدنې وروسته د اړمنو مهاجرو سره د بېړنيو مرستو پروګرام يې د چهار شنبې په ورځ پای ته رسېدلی، خو د يونان په نورو برخو کي به خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. د دغه سازمان عمومي منشي،کرستيان د رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي سازمان يې د اوبو، غسل ځايونو او نورو نظافتي برخو کي د مهاجرو سره مرستي کوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې