ایران کې میشت د افغان کډوالو د آریانا لوبډلې کابل کې د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه. انځور: د افغانستان د ملي المپیک کمیټه
ایران کې میشت د افغان کډوالو د آریانا لوبډلې کابل کې د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه. انځور: د افغانستان د ملي المپیک کمیټه

په ایران کې د میشت افغان ښځینه کډوالو یوې لوبډلې، د والیبال په هغو سیالیو کې اتلولي خپله کړې چې په کابل کې جوړه شوې وه. د هرات لوبډلې دویم او د سرې میاشتې لوبډلې دریم ځای خپل کړ.

د افغانستان د ملي المپیک کمیټې ویلي، د ښځو د والیبال دغه سیالۍ چې د اتو ورځو لپاره پیل شوې وه، د جمعې په ورځ د اپریل په ۲ مه پای ته ورسیدې. 

د افغانستان د ملي المپیک کمیټې د یوې بیانیې په خپرو سره ویلي:« د افغانستان د ښځو د والیبال پنځلسمې دورې سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي سره پای ته ورسیدې.»

په یادو سیالیو کې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د لوبډلې په ګډون له هرات، دایکندي، بلخ،بغلان،فراه ولایتونو لوبډلو او له کابل څخه څلورو لوبډلو برخه اخیستې وه.

 په ایران کې میشت د «اریانا» والیبال لوبډلې مشره زهرا خزاني د خوښۍ په څرګندولو سره رسنیو ته ویلي:« مونږ نه یوازې ایران ته د اتلولۍ کپ له ځان سره وړو، بلکه خپلو ایراني خویندو ته د افغان لوبډلو مینه او صمیمیت له ځان سره وړو.»

نور ولولئ: سویډن کې د افغان کډوال نورالله امیري د فوټبال د بریا ډک سفر

د والیبال د دغو سیالیو وروستۍ پړاو لوبه چې د آریانا او هرات لوبډلو ترمنځ د کابل په جمنازیم کې جوړه شوې وه، د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریده. لوبه د ۳ د دوو په وړاندې د آریانا لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.

 

نورې ليکنې