مدیترانه کې د کډوالو کښتۍ. انځور: Sea-Watch
مدیترانه کې د کډوالو کښتۍ. انځور: Sea-Watch

د «الارم فون» په نوم مرستندویه سازمان وايي چې د شنبې په ورځ په دوو کښتیو کې سپاره ۱۶۰ کډوال د مدیترانې له اوبو څخه ژغورل شوي دي. یاد سازمان وايي چې دریمه کښتۍ چې ۱۱۰ کسان په کې سپاره و، لادرکه ده.

د «الارم فون» سازمان چې په مدیترانه کې په بیړنیو حالاتو کې له کډوالو سره د ټیلفون له لارې مرسته کوي، خبر ورکړی چې ۳ کښتۍ چې شاوخوا ۲۷۰ کډوال په کې سپاره و، لادرکه شوې. یاد سازمان ویلي:« د شنبې په ماښام د اپریل په ۳ مه، دوه کښتۍ چې شاوخوا ۱۶۰ په کې سپاره و، د ایټالیا د لامپدوسای ټاپو ته لیږدول شوي خو له دریمې کښتۍ چې ۱۱۰ کسان يي لیږدول، خبر نشته.»

دغه سازمان ویلي، سوداګریزي کښتۍ په مدیترانه کې د هغو کډوالو سره له مرستې ډ ډه کړې چې له تیرو دریو ورځو راهیسې بند پاتې و. د الارم فون سازمان په مدیترانه کې د کډوالو د وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې د مالتا او ایټالیا چارواکو په کښتیو کې ګیر کډوالو سره د مرستندویانو د مرستو د لیږدولو مخه نیولې.

د یادولو ده چې له کلونو راهیسې له یو شمیر افریقايي هیوادونو څخه کډوال هڅه کوي چې د کښتیو له لارې له مدیترانې سمندر څخه تیر او ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

د رسمي شمیرو له مخې، تیر میلادي کال کې له ۱۲۰۰ څخه ډیرو کسانو په مدیترانه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

نورې ليکنې