د لیتوانیا پولیسو ۲۰عراقي  او  افغان کډوال نیولي دي. انځور: د لیتوانیا سرحدي ځواکونو اداره
د لیتوانیا پولیسو ۲۰عراقي او افغان کډوال نیولي دي. انځور: د لیتوانیا سرحدي ځواکونو اداره

د لیتوانیا سرحدي پولیس ویلي چې د پنجشنبې په ورځ يي له بیلاروس سره پر پوله ۱۵ عراقي او ۵ افغان کډوال په جلا پیښو کې نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې ماشومان او یوه میرمنه هم شامله ده.

د لیتوانیا د سرحدي ځواکونو اداره  (VSAT) په یوه بیانه کې ویلي چې د دریو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون  ۱۱ کډوال يي د استاکای له سیمې نیولي. نیول شوي کسان چې هیڅ ډول اسناد نه درلود، ځانونه د عراق اوسیدونکي معرفي کړي دي.

د لیتوانیا دولتي رسنۍ (LRT) خبر ورکړی چې سرحدي ځواکونو له دغې ډلې له نیولو وروسته د پلټنې پر مهال د بیلاروس سره پر پوله څلور نور عراقي کډوال نیولي دي.

د چارواکو په وینا نیول شوي کسان په لیتوانیا کې د پناه غوښتنه ثبت کړې ده.

په یوه بله پیښه کې بیا ۵ افغان کډوال چې په لارۍ موټر کې پټ و د کاوناس له سیمې نیول شوي. دغه افغانان چې غوښتل يي ځانونه المان ته ورسوي عمرونه يي د ۱۲ او ۱۸ کلونو ترمنځ ښودل شوی.

 

نورې ليکنې