بوسنیا کې د ملګرو ملتونو سازمان پرون دوشنبه د کروشیا او بوسنیا پر ګډه پوله د مهاجرو ډله ییز اخراج او تاوتریخوالي ته د پای ټکي ایښودلو غوښتنه وکړه. په وینا یې د اپریل پر ۲مه مرستندویان او د بشري حقونو سازمانونه د کروشیا او بوسنیا پر پوله د مهاجرو له یوې ډلې سره مخ شوي چې بر بدنونو یې ټپونه لیدل کېدل او کاليو ته یې اړتیا درلوده.
دغو مهاجرو چې ستړي او ستومانه ښکارېدل ویلي د کروشیا له پولې څخه د تېرېدو هڅې پر مهال ځینو کسانو د دوی پیسې، تېلېفونونه او وسایل نیولي او بوسنیا کې هم ځينو د سوټو ګوزارونه پرې کړي دي.
بوسنیا کې د ملګرو ملتونو ماموریت په حواله خیریه سازمانونو له دغو کسانو سره روغتیایي مرستې کړې دي.
د ملګرو ملتونو ادارې یوه خبرپاڼه کې له بوسنیا او کروشیا څخه غوښتي دي چې د پېښې په هکله پلټنې وکړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې «د اروپایي ټولنې د بشري حقونو کنوانسیون له مخې د مهاجرو ډله ییز اخراج غیرقانوني دی.»
بیا ولولئ: بوسنیا: «لسګونه ځله مې د کروشیا له پولې د تېرېدو لپاره هڅې کړې، بیا به هم هڅه کوم»
تر اوسه بوسنیایي او کروشیایي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې دمخه کروشیایي چارواکو په وار وار له مهاجرو سره د تاوتریخجن چلن په اړه ټولې ادعاوې رد کړې دي.
بوسنیا کې بند پاتې مهاجر هڅه کوي چې د کروشیا له پولې په تېرېدو سره ځان د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو ته ورسوي. خو ډېری وختونه له پولې څخه د تېرېدو هڅې سختې او له ګواښونو ډکې دي.
بیا ولولئ: بوسنیا: د لیپا کمپ او بیهاچ ښار ترمنځ اروپا ته د تلونکو مهاجرو ستونزې
د بوسنیا په بیهاچ او ولېکا کلادوشا ښارونو کې ایسار سلګونه مهاجر وایي چې دوی په وار وار کروشیا ته د اوښتو لپاره زیار ایستلی، خو هر ځل پولیسو نیولي او په تاوتریخجنه طریقه یې بېرته بوسنیا ته استولي دي.