انځور: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼه، ارشیف
انځور: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼه، ارشیف

د فرانسوي رسنیو په حواله تېره یکشنبه د سهار له خوا د فرانسې د سوم سیمې په کېن ساحل کې د مهاجرو یوه بېړۍ رېګو کې بنده شوه. دغه بېړۍ کې نږدې ۳۰ کډوال سپاره وو. د دغو کسانو له ډلې ۲۳ تنو ته یې د فرانسې له خاورې د وتلو سندونه ورکړل شوي دي.

د فرانسوي رسنیو په حواله د سوم سیمې یوه اوسېدونکي چې د سهار په ۶ بجو کېن ساحل ته تللی و د مهاجرو یوه بېړۍ ولیدله چې په رېګونو کې بنده شوې وه. دغه بېړۍ کې نږدې ۳۰ کسان سپاره وو. نوموړي په چتکۍ سره فرانسوي ژغورونکو ته اطلاع ورکړه.

فرانسوي ژاندارم بیا د سهار په ۸ نیمو بجو د سوم ښاروالۍ ته خبر ورکړ.

د فرانس ۳ له مخې د مهاجرو له ډلې ځینې یې له سیمې څخه تښتېدلي دي. پاتې ۲۳ کسان، چې په ډله کې یې درې ښځې هم دي، د عراق او ویټنام اتباع دي.

د سیمې ښاروال مارک وولان فرانس ۳ ته ویلي چې هغه مهاجرو ته په یوه سالون کې ځای او اوبه ورکړې او له یوه دوکاندار څخه یې غوښتي چې مهاجرو ته قهوه او خواړه ورکړي. په وینا یې د مهاجرو روغتیایي وضعیت ښه دی.

په ورته مهال د ښاروالۍ دوه کارکوونکو کېن ساحل کې د مهاجرو بېړۍ نیولې ده.

بل پلو د سوم قومندانۍ ویلي چې د نیول شویو د اداري وضعیت تر اروزنې وروسته یې خوشي کړي دي، خو دوی ته د فرانسې له خاورې د وتلو سندونه ورکړل شوي دي.

دا دویم ځل دی چې د سوم په سواحلو کې مهاجر موندل کېږي. د کوریې پیکار ورځپاڼې په حواله د ۲۰۲۰ په جولای میاشت کې نږدې لسو کسانو له کیا سور مېر ساحل څخه برتانیا ته د اوښتو ناکامې هڅې کړې وې، خو ابویل روغتون ته انتقال شول. 

 

نورې ليکنې