ترکیه کې یو شمېر کډوال. تصویر: آرشیف
ترکیه کې یو شمېر کډوال. تصویر: آرشیف

ترکي چارواکي وایي په تېرو دوو ورځو کې یې د دغه هیواد په بېلابېلو برخو کې تر ۱۴۰ ډېر مهاجر نیولي دي. د دغو کسانو له ډلې ۹۲ تنه یې د ازمیر ښار او ۴۹ تنه نور یې باتمان ولایت کې نیول شوي دی.

د اناتولي خبري اژانس په حواله ترکي سرتېرو باتمان ولایت کې ۴۹ افغان او پاکستاني مهاجر نیولي دي. دوی له هغې وروسته ونیول شول چې پولیسو یې میني بس ودراوه.

نیول شوي کسان د کډوالۍ چارو ادارې ته انتقال شوي دي.

په ورته مهال یوې سرچینې د ترکیې خبري اژانس انادولو ته د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي ۹۲ تنه نور چې په ډله کې یې ماشومان هم دي د ازمیر ولایت د توربالي سیمې د یوې فابریکې په ګدام کې په درېو کانتینرونو کې موندل شوي دي.  

د یادو مهاجرو تر نیولو مخکې ترکي ځواکونو اطلاع ترلاسه کړې وه چې ځینې مهاجر له ترکیې څخه اروپا ته د اوښتو لپاره کانتینرونو کې پټ شوي دي. دوی سرتېرو د خوراکي پارسلونو تر شا وموندل. د نیول شویو روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې ټاکل شوې وه دغه کانتینرونه ایټالیا ته یووړل شي. په خبره یې د مهاجرو د هویت د معلوماتو لپاره پلټنې روانې دي.

د یو بل خبر له مخې ترکي ځواکونو د ترکیې په سوېلي عثمانیې ولایت کې یو سوریایی مهاجر نیولی چې مخکې له دې له دغه هیواد څخه اخراج شوی و. د انادولو خبرې اژانس په حواله نوموړی د کډوالۍ ولایتي ادارې ته سپارل شوی دی.

بیا ولولئ: د ترکیې او اروپایي ټولنې د کډوالۍ هوکړه: ۵ کلن مزل او د کډوالو زیاتېدونکي کړاو

ترکیه د منځني ختیځ، افغانستان او یو شمېر نورو هیوادونو د کډوالو لپاره اروپا ته د رسېدو د ترانزیت پر یوه مهمه لاره بدله شوې ده. د رسمي شمېرو له مخې ترکیه اوسمهال د شاوخوا ۴ میلیونه کډوالو کوربه دی چې د دغو کډوالو ډېره برخه د سوریې، عراق او افغانستان وګړي دي.

 

نورې ليکنې