دولدونګ لايټ تر عام دولدونګ لا هم کم حقونه بخښي| Photo: Wolfgang Kumm/dpa/picture-alliance
دولدونګ لايټ تر عام دولدونګ لا هم کم حقونه بخښي| Photo: Wolfgang Kumm/dpa/picture-alliance

د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي د حزب اختلاف زرغون ګوند له حکومت څخه غوښتي چي د «دولدونګ لايټ» په نوم د سند ورکړه ختمه کړي.

په آلمان د (Duldung light) سند هغو بهرنيانو ته ورکول کيږي چي له آلمان څخه په وتلو مکلف وي خو هويت يې تثبيت سوی نه وي. د نا تثبيت سوي هويت له کبله د دغو مهاجرو د اخراج عملي کېدل د خنډونو او ستونزو سره مخامخ وي. زيات وختونه مهاجر د خپل اخراج د مخنيوي له پاره نابشپړه او يا هم غلط د خپل هويت اسناد وړاندي کوي. 

اوس زرغون ګوند و مهاجرو ته د «دولدونګ لايټ» د سند د ورکولو د پای ته رسولو غوښتنه کړېده. د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي د زرغون ګوند له پاره د مهاجرت د سياست مسؤلي، فيليڅ پولات ويلي دي چي د آلمان حکومت د «دولدونګ لايټ» له لاري زيات شمير مهاجر د دريمي درجې انسانانو ته درجه بندي کړي دي. د يادي سياستوالي يادي څرګندونې د اوسنابريوکر څايتونګ په نوم آلمانۍ ورځپاڼي د چهارشنبې د ورځي (د ۲۰۲۱ کال د اپريل ۴مه نېټه) په ګڼه کي خپرې سوي دي. 

هغه کسان چي ورته «دولدونګ لايټ» ورکول سي، له هغوی څخه په اوتوماتيکه توګه د کار کولو اجازه هم اخيسل کيږي. هغوی نه سي کولای چي حرفوي يا نوري زدکړي وکړي. د زرغون ګوند د يادي سياستوالي په وينا د دغه سند لرونکو مهاجرو ته په دومره کمه اندازه سوسيال مرستي ورکول کيږي چي هغه له کرامتي حد اقل ژوند د مصارفو تر کچي لا کمي وي. پولات زياته کړې چي د دغو انسانانو د ټولنيز ليري ساتنې او انزوا امکان له پام څخه غورځول کيږي. دغې سياستوالي زياته کړې چي دولدونګ لايټ سند لرونکي کسان مکلف وي چي په ځانګړي او ورته معين سوي ځای کي به ژوند کوي. د هغې په وينا «دا د آلمان د اساسي قانون په رڼا کي جنجالي موضوع هم ده. له دې کبله دولدونګ بايد ختم کړل سي.»

د يادي ورځپاڼي د راپور په حواله د دولدونګ لايټ سند د ۲۰۱۹ کال راهيسي نژدې ۱۶ زرو انسانانو ته ورکول سوی دی. دغې ورځپاڼي د يادو شمير منبع د آلمان د حکومت هغه ليکلی جواب بللی چي د پولات د يوې پوښتني په غبرګون کي يې ورته ليږلی دی. د راپور له مخي د روان ميلادي کال د جنورۍ تر ۳۱مې نيټي پوري په ټوليزه توګه ۱۶۰۸۴ انسانانو ته د دولدونګ لايټ سند ورکول سوی ؤ. زياته سوې چي تر ټولو زيات دغه سندونه ترلاسه کوونکي د نايجيريا، هند او پاکستان وکړي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زيهوفر په دې مقصد چي په اخراج د مکلفو وګړو په اخراج کي چټکوالی راولي د دولدونګ لايټ د اړوند قانون وړانديز وکړ. دغه قانون د ۲۰۱۹ کال په اګست مياشت کي تصويب او د ۲۰۲۰ کال د اپريل مياشتي راهيسي قابل عمل دی. د دغه قانون د عملي کولو څرنګوالی په ايالت باندي مربوط دی. د قانون مقصد د هغو مهاجردو په وړاندي د مجازاتو اقدامات کول دي چي د خپل اخراج په لار کي خنډونه رامنځته کوي.

د زرغون ګوند د سياستوالي پولات په وينا د دولدونګ لايټ قانون په کافي اندازه دقيق هم نه دی چي له دې کبله يې اطلاق او تفسير په اړونده سيميزو چارواکو کي يو شان نه وي. د هغې په وينا دغه قانون د تفسير پر وخت د خودسري اقداماتو لامل کيدلای سي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې