له ارشیف څخه. یو شمېر مهاجر د کروشیا په مالیوجیوک کې. انځور: رویترز
له ارشیف څخه. یو شمېر مهاجر د کروشیا په مالیوجیوک کې. انځور: رویترز

د ډنمارک د کډوالۍ شورا په حواله د بوسنیا او کروشیا پر ګډه پوله کروشیایي سرتېرو یوه افغانه مهاجره ځورولې، ورته یې د چړې په واسطه ګواښ کړی او اړ یې کړې چې خپل ټول کالي وباسي.

د ډنمارک د مهاجرو شورا د دوسیې له مخې پېښه د فبرورۍ پر ۱۵مه د شپې له خوا د بوسنیا د ولیکا کلادوشا په څو کیلومترۍ کې د کروشیا پر خاوره رامنځ ته شوې ده.

برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین چې دغې دوسیې ته یې لاسرسی موندلی لیکلي، دغه ښځه وایي هڅه یې درلوده له څلورو نورو کسانو سره چې په ډله کې یې دوه ماشومان هم وو له سرحده تېره شي، خو دوی د یوه کروشیایي سرتېري له خوا ودرول شول. سرتېري د وسلې په واسطه ورته ګواښ وکړ. که څه هم مهاجرو سمدلاسه د پناه غوښتنه وکړه، خو یوه بل سرتېري یې اسنادونه څېرې کړل او ویې وخندل.

نوموړې ویلي: «موږ ته یې کنځل پیل کړل، یو بوډا سړی او ماشومان یې په څپړه ووهل، موږ ته یې وویل چې خپل جېبونه خالي کړو او خپلې کڅوړې ور وښیو.»

«ویل یې خپل ټول کالي وباسه»

هغې زیاته کړې: «زه یې تلاشي کړم. ورته مې وویل چې ځان ته مې لاس مه وهه، ویې ویل ولې. ورته مې وویل چې زه ښځه او مسلمانه یم او دا حرام کار دی. په څپړه یې ووهلم او ویې ویل: که مسلمانه یې، ولې کروشیا ته راغلې، ولې بوسنیا کې له مسلمانانو سره نه پاتې کېږې؟»

داسې ادعا کېږي چې سرتېري د دغې مېرمنې څادر او جمپر ایستلي دي.

«زما جمپر یې وایسته، سینو ته مې یې لاس وواهه، ما وژړل. ورته مې ۵۰ یورو ورکړې، فکر مې کاوه چې ښایي نور [ځورونه] بس کړي. خو هغه ما ته وویل چې خپلې جامې وباسم. ما ډډه وکړه. هغه زما سینو او شا ته لاس وواهه. ما ډېر وژړل. ویې ویل مه ژاړه که نه تا خپه کوم. وېرېدلې وم.»

لږ وروسته د پولیسو یو موټر راغی او مهاجر یې یو بل ځای ته انتقال کړل.

یوه بل سرتېري یو ځل بیا یادې ښځې ته وویل چې ځان لوڅ کړي.

هغه وایي: «ما اعتراض وکړ خو دوی په څپړه ووهلم، ویل یې خپل کالي وباسه. شپږ تي شرتونه او درې نېکرونه مې درلودل. له یوه شرت او یوه نېکر پرته مې خپلې ټولې جامې وایستلې. ځان مې په کمپل کې ونغښت. یو سرتېری رانږدې شو او بدن ته مې یې لاس وواهه. په دې وپوهېد چې زه کالي لرم، په څپړه یې ووهلم. ما ته یې وویل چې باید د خپل نېکر په شمول خپلې ټولې جامې وباسم. تلاشي یې کړم، خو زه لوڅه وم. ما نه یې پوښتنه وکړه چې ایا ورسره مینه لرم. ویې وویل: زه تا سره مینه لرم، ته ما سره مینه لرې؟ غواړې چې له ما سره یو ځای ته لاړه شې؟»

نوموړې زیاتوي: «وېرېدلې وم، اوښکې مې تویولې. ویې وویل چې ورسره ځنګل ته ولاړه شم، ما نه یې پوښتنه وکړه ایا پوهېږې دا څه مانا لري. ما په اشارې وویل چې نه پوهېږم. خو پوهېدم. هغه یوه بل سرتېري ته ټېل وهلم... هغه سرتېري چې ما ته یې ګواښ کړی و ستونې ته مې چاړه اېښودله او ویې ویل چې که چېرې له چا سره په دې هکله خبرې وکړم، هر کله چې کروشیا ته ورشم، ما وژني.»

داسې ادعا کېږي چې سرتېري یو ځل بیا ښځه او د ډلې نور غړي وهلي او ټکولي. هغه بیا مهاجرو ته وویل چې تر بوسنیا پورې پیاده مزل وکړي.

بیا ولولئ: بوسنیا: «لسګونه ځله مې د بوسنیا له پولې د تېرېدو هڅې کړې، بیا به هم هڅه کوم»

اروپایي کمېسیون: ټولې ادعاوې باید وڅېړل شي

بل پلو اروپایي کمیسیون دا پېښه یوه «جدي جرمي عمل» بللی او له کروشیایي چارواکو څخه یې غوښتي دي چې ټولې ادعاوې دې وڅېړې او اقدامات دې وکړي.

دغه راز د د ډنمارک د مهاجرو شورا عمومي مشره شارلوت سلېنتې د دغې ښځې خبرې «ټکان ورکوونکې» بولي. هغه وایي: «که څه هم په ۲۰۲۱ کې د ډنمارک د کډوالۍ شورا له کروشیا څخه د مهاجرو د شړنې لږ موارد ثبت کړي، خو د کروشیا او بیهاچ پر پوله تاوتریخوالی کم شوی نه دی.»

نوموړې زیاتوي چې داسې راپورنه باید په «سیستماتیکه او بېړنۍ» توګه وڅېړل شي. په وینا یې د اروپایي کمېسیون او کروشیایي چارواکو ترمنځ د هوکړې سره سره د راپورونو د څېړلو په برخه او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پوله کې د مانېتور د خپلواکو مکانیزمونو په برخه کې کوم بدلون نه دی رامنځ ته شوی.

د ډنمارک د مهاجرو شورا له مخې د ۲۰۱۹ له می میاشتې راهیسې نږدې ۲۴۰۰۰ کسان له کروشیا څخه په ناقانونه توګه د بوسنیا پر لور شړل شوي دي. د دغې شورا په حواله یوازې د روان کال د جنورۍ او فبرورۍ میاشتو ترمنځ ۵۴۷ مهاجر بېرته بوسنیا ته اخراج شوي دي.

په ورته مهال پوله کې د تاوتریخوالي د مانیتور شبکه وایي چې لسګونو ښځو ورته ویلي چې د کروشیا نارینه پولیسو دوی تلاشي کړې دي.

د کروشیا د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو دیپارتمنت د یادې پېښې په تړاو ویلي ادعاوې به وڅېړي، خو زیاته یې کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د اپریل پر ۲۵مه کروشیا ته د اوښتونکو «ناقانونه مهاجرو په ډله کې» کومه ښځه نه وه.

دا په داسې حال کې ده چې بوسنیا کې د ملګرو ملتونو سازمان د دوشنبې په ورځ وویل د کروشیا او بوسنیا پر ګډه پوله د مهاجرو ډله ییز اخراج او تاوتریخوالي ته د پای ټکي ایښودلو غوښتنه وکړه. په وینا یې د اپریل پر ۲مه مرستندویان او د بشري حقونو سازمانونه د کروشیا او بوسنیا پر پوله د مهاجرو له یوې ډلې سره مخ شوي چې بر بدنونو یې ټپونه لیدل کېدل او کاليو ته یې اړتیا درلوده.

 

نورې ليکنې

Webpack App