فون دېر لاين او چارلس ميشلس په انقره کي د ترکيې د ولسمشر اردوغان سره ملاقات وکړ
 (أنقره: 6/4/2021)
فون دېر لاين او چارلس ميشلس په انقره کي د ترکيې د ولسمشر اردوغان سره ملاقات وکړ (أنقره: 6/4/2021)

اروپايي اتحاديه غواړي د ۴ مليونو مهاجرو د مراقبت په ترڅ کي د ترکيې سره مرستي وکړي خو له ترکيې د بنيادي حقونو د مراعت کولو غوښتنه هم لري.

د اروپايي اتحاديې د کميسيون رئيسي، اورزولا فون دېر لاين د سه شنبې په ورځ وويل چي د ترکيې د ولسمشر اردوغان سره په ملاقات کي يې و مرستو ته چمتو والی ښودلی دی. هغې وويل چي په انقره کي يې ترکي ولسمشر ته وويل چي اروپايي اتحاديه به د مهاجرو د مراقبت په ترڅ کي د ترکيې سره مرستي وکړي. د هغې په وينا په لنډ وخت کي به په دې تړاو يو وړانديز وکړي. 

ترکيې په دوامداره توګه پر اروپايي اتحاديه تور لګولی چي د توافق په ترڅ کي يې کړي ژمني نه دي پوره کړي. اردوغان د اروپايي اتحاديې د مالي مرستو په بدل کي د اروپا پر لور د مهاجرو د بهير په کمولو کي د مرستو ژمنه کړې وه.

فون دېر لاين زياته کړې چي د ترکيې سره د مهاجرو د مراقبت په ترڅ کي د مرستو په بدل کي بايد ترکيه د بشري حقونو له پاره د اروپايي اتحاديې د ځانګړي محکمې فيصلو ته هم درناوی وکړي. د هغې په وينا له تاوتريخوالي څخه د مېرمنو د ژغورلو د استانبول له توافق څخه د انقرې وتل پر دغه لور مثبت اقدام نه ؤ. 

د اروپايي اتحاديې او امريکا د متحده ايالاتو له خوا د اردوغان پر هغه هڅه سختي نيوکي سوي وې چي غوښتل يې کورد پلوه ترکی ګوند (HDP) ممنوع اعلان کړي.

د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړو هيوادونو مشرانو نژدې دوې اونۍ تر مخه پر دې توافق کړی ؤ چي د مهاجرت په موضوع کي بايد د ترکيې سره خپله همکاري پراخه کړي. خو مشرانو پر ترکيې له داسو اقداماتو د ډه ډه کولو ږغ هم کړی ؤ چي يوجانبه وي او د نړيوال قانون نقض وي. په دې توګه سره اروپايي اتحاديې د ترکيې او يونان تر منځ په مديترانه کي د ګازو د تلاښ پر موضوع لانجې ته اشاره کړې وه. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې