ارشیف څخه. اروپا ته تښتېدونکي زياتره پاکستانيان د قاچاقبرانو په مرسته په پټه توګه ايران ته داخلېږي.
ارشیف څخه. اروپا ته تښتېدونکي زياتره پاکستانيان د قاچاقبرانو په مرسته په پټه توګه ايران ته داخلېږي.

د راپورونو په حواله پرون چهارشنبه د اپریل میاشتې ۷مه ایراني چارواکو ۱۳۴ پاکستاني کډوال د تفتان پولې له لارې پاکستان ته اخراج کړي دي.

د رسمي سرچینو له مخې یاد مهاجر د سفر د اسنادو د نه لرلو له امله د ایران په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو. نیول شوي کسان ایراني چارواکو د راهداري ګېټ مسولینو ته سپارلي دي.

د داون په نامه پاکستاني رسنۍ وایي چې دوی د لا زیاتو پلټنو لپاره د فدرال تحقیقاتي ادارې ته سپارل شوي دي.

د نیول شویو له ډلې ۱۱۲ تنه یې له پنجابه، ۲۱ تنه یې له خیبر پښتونخوا او یو تن یې له ازاد جامو او کشمیر سره تړاو لري.

په ورته مهال پاکستاني چارواکو ۳۹ تنه د ملي پېژندپاڼو د نه لرلو له امله بېرته ایراني مسولینو ته سپارلي دي. سرچینو داون ته ویلي چې دغه کسان به د دوی د هویت تر معلومېدو وروسته ومنل شي.

یاد دې وي چې ايران تېره اونۍ لږترلږه ۱۱۳ پاکستاني کډوال د پاکستان چارواکو ته سپارلي وو. دوی چې په ناقانونه توګه ایران ته داخل شوي وو او اروپا ته د تلو په تکل کې وو.

د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کې ايران د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۹،۳۷۲ پاکستانيان نيولي او پاکستان ته یې سپارلي دي.

 

نورې ليکنې

Webpack App