د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال یې ایران کې د ۱۲۰ زرو افغان مهاجرو د روغتیایي بیمې لګښتونه ورکړي دي.
د دغې ادارې ویاند بابر بلوچ تېره سه شنبه د اپریل میاشتې ۸مه جنیوا کې وویل د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیسارۍ د هغو کسانو د بیمې لګښتونه ورکړي دي چې په ایران کې معتبره اسناد نه لري او د بې وزلۍ له کبله ځان بیمه نه شي کولی.
نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې تېر کال د نږدې ۱۰۰ زرو زیان منونکو کسانو د بیمې لګښتونه ورکړي وو.
په وینا یې ایران کې د کورونا ویروس وبا د زیان منونکو کسانو شمېر نور هم زیات کړی، نو ځکه دوی پرېکړې وکړه چې د لنډمهالې مودې لپاره د دغو کسانو د روغتیایي بیمې لګښتونه پر غاړه واخلي.
بیا ولولئ: ایران کې افغان کډواله: «له ۳۵ کلن ژوند وروسته یو سیم کارت نه شم اخیستلای»
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو ادارې د سایټ له مخې ټول هغه بهرنیان چې رسمي اسناد لکه پېژندپاڼه، امایش کارت او ایراني ښارونو ته د تګ راتګ جواز لري، د ایران د روغتیایي بیمې له طرحې څخه ګټه اخیستلی شي.
له تېرو څو لسیزو راهیسې په سلهاوو زره افغانان په ایران کې اوسېږي. تېر کال د ایران پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو له کبله د دغه هیواد د اقتصادي وضعیت تر خرابېدو او ایران کې د کورونا ویروس تر خپرېدو وروسته لسګونه زره افغان مهاجر بېرته خپل هیواد ته ستانه شول.