آرشيف انځور ـ مهاجر په حرفوي زدکړو کي | Photo: Picture-alliance/dpa/S.Willnow
آرشيف انځور ـ مهاجر په حرفوي زدکړو کي | Photo: Picture-alliance/dpa/S.Willnow

سيف الله عبدالرؤف شپږ کال تر مخه له افغانستان څخه آلمان ته مهاجر سو. هغه سږکال د موټر په تخنيک کي له حرفوي زدکړو فارغيږي خو د راتلونکي په هکله اندېښمن دی.

سيف الله چي کله په ۲۰۱۵ کال آلمان ته راغلی نو يې ليک او لوست سم نه ؤ زده. خو هغه په روان ميلادي کال د موټر د اليکترونيک او باډۍ د ترميم په ساحه کي په حرفوي زدکړو کي فارغ کېدونکی دی. د هغه له پاره دغه ځای ته ځان رسول د ډيرو مشکلاتو سره مل يو کار ؤ. هغه وايي: «د زدکړي په برخه کي د خپلو تشو ډکول راته زښت زيات مشکل هدف ؤ.» خو د کرونا پاندمي له کبله د سيف الله او د هغه د هدف تر منځ نوي خنډونه رامنځته سوي دي.

د افغانستان څخه راغلی دغه ځوان وايي چي په عملي توګه يې د موټرو ترميم تر زياتي اندازې چټک زده کړه. خو هغه زياتوي چي تيوري او د متونو زدکړه ورته ډېره مشکله وه او نژدې ؤ چي له همدې کبله ناکام سي. خو هغه بيا هم هره ورځ لغت پر لغت د زدکړي مواد زده کول او تر هغه وخته به په کتابخانه کي ناست ؤ تر څو چي هغه تړل کيدله. 

د کارموندنې له پاره د آلمان د فدرالي آژانس په حواله په ۲۰۱۹ کال په ټوليزه توګه ۵۵ زره مهاجر چي اکثريت يې له افغانستان، سوريې، عراق او ايريتريا څخه ؤ په آلمان کي به حرفوي زدکړو يا «آوسبيلدونګ» بوخت ول. د ياد آژانس په وينا په تيرو کالونو کي دغه شمير په تدريجي توګه زيات سوی دی. خو د انټرنټي پاڼي «شتارک فيور آوسبيلدونګ» د راپور په حواله هغه ځوانان او پيغلي چي مهاجر يا پناه غوښتونکي وي، د ځايي ځوانانو په پرتله زيات وختونه او ژر خپلي حرفوي زدکړي پر نيمايي پريږدي او لاس پر سر کيږي. له بشپړېدو څخه مخکي له زدکړو لاس پر سر کېدنې له لاملونو څخه يو لامل هم آلماني ژبه او د اړينو بنيادي زدکړو کموالی بلل کيږي.

عبدالرؤف وايي چي زيات وختونه به د زدکړي پر وخت د داسو سوالونو سره مخامخ سو چي دی به د ژبي له کبله نه په پوهيدی خو په اصل کي به د هغه سوال جواب ډېر ساده او آسان ؤ. د هغه د ښوونځي سرښوونکې، مارلېن ولتر وايي چي د عبدالرؤف تر څنګ په حرفوي زدکړو بوخت نور مهاجر ځوانان او پيغلي هم دا ډول د ژبي ستونزي لري. هغه وايي چي د اړونده ازموينو سوالونه بعضي وخت په داسي مغلقه آلماني مطرح سوي وي چي حتی پخپله آلماني زدکوونکو ته مشکل وي. مارلېن ولتر له همدې کبله يوه مرستندويه پروژه پېل کړې چي په ترڅ کي يې ښوونکي د مهاجرو سره د ژبي د زدکړي په برخه کي مرستي کوي.

عبدالرؤف چي د خپلو آلماني ټولګيوالو په پرتله دوه چنده په مشکله درس وايي. خو د هغه تر څنګ هغه نوري ستونزي هم لري. د بېلګي په توګه د اقامې ستونزه. هغه وايي چي د ۲۱ کلن کيدو څخه لنډه موده مخکي يې د پناه غوښتني دوسيه له پرانستل سوه. دا هغه وخت چي نوموړی د يو مهم امتحان له پاره چمتو والی نيولی. 

د عبدالرؤف د حرفي زدکړو له پاره مسؤله د هانوور د ادارې رئيس، ګيونتر هيرت مني چي د کرونا پاندمي له کبله په زياته پناه غوښتونکي د ستونزو سره مخامخ سوي دي. د هغه په وينا دا ځکه چي د ژبي د زدکړي کورسونو ته لاسرسی له منځه تللی يا محدود سوی دی. د دې تر څنګ مشورتي مرستي هم پر ټپه درېدلي دي. د هيرت په وينا له همدې کبله د حرفوي زدکړو پر وخت د مهاجرو زدکوونکو سره په هغه شرکت کي د مرستو کولو کوښښ کيږي چيري چي دوی کار کوي. په آلمان کي حرفوي زدکړي غبرګي وي يعني زدکوونکي هم په کوم شرکت کي عملي کار کوي او هم په ښوونځي کي زدکړه کوي.

خو د کرونا پاندمي له کبله زيات شرکتونه پخپله د تړل کېدو او تر قرضو لاندي له راتلو د ګواښ سره مخامخ دي. په داسي يو حالت کي هغوی د زدکړدو بشپړه کوونکو اکثرو ځوانانو او پيغلو ته کارونه نه سي ورکولای. 

عبدالرؤف چي په عملي توګه د زدکړو له پاره په کوم شرکت کي کار کوي، د هغه شرکت رئيس په اصل کي غوښتل چي د زدکړو د بشپړېدو وروسته عبدالرؤف ته دايمي کار ورکړي. دغه کار په آلمان کي د پاته کېدو د حق ترلاسه کېدو له پاره هم و عبدالرؤف ته ډېر مهم دی. خو د هغه د کار رئيس ورڅخه معذرت کړی دی چي ورته کار نه سي ورکولای. له دې کبله عبدالرؤف مجبور دی چي د درو مياشتو په جريان کي ځان ته کار پيدا کړي. دا ځکه چي درې مياشتي وروسته د هغه د اقامې ميعاد بشپړه کيږي چي صرف د حرفوي زدکړو له پاره ورکول سوې وه. که هغه په درو مياشتو کي کار پيدا نه کړي نو بيره لري چي له آلمان څخه به اخراج کړل سي.

عبدالرؤف وايي چي دا به ورته ډېر تريخ وي که د ټولو ناخوالو باوجوده ورته د حرفوي زدکړو بريليک بيا هم هيڅ ګته ونه رسوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې