کالې کې له وي اکتیو پر مهاجرو خواړه وېشي. انځور: مهدي شبیل
کالې کې له وي اکتیو پر مهاجرو خواړه وېشي. انځور: مهدي شبیل

د پا دو کالې قومندانۍ د تېرې سه شنبې په ورځ وویل د کالې ښار په مرکز او بو مارې ناحیه کې یې پر مهاجرو د خوړو د وېشلو د منع موده غځولې ده. دمګړۍ یوازې د لا اکتیو په نامه د دولت له خوا په رسمیت پېژندل شوی سازمان صلاحیت لري چې کالې کې پر مهاجرو خواړه ووېشي.

د پا دو کالې قومندانۍ د نهم ځل لپاره کالې ښار او بو مارې ناحیه کې پر مهاجرو د خوړو د وېشلو د منع فرمان تمدید کړی دی. ټاکل شوې چې دغه فرمان د می میاشتې تر ۳مې دوام نافذ وي.

د پا دو کالې قومندانۍ ویلي کالې کې یې د کورونا ویروس د لوړې کچې له امله دا تصمیم نیولی دی. یادې قومندانۍ کډوال نیوز ته په استول شوي ایمېل کې ویلي چې موخه یې دا ده چې «هغو سیمو کې د مهاجرو د راغونډېدو مخه ونیسي چې په کورونا د اخته کېدو چانس پکې ډېر دی.»

ایمیل کې زیاته شوې چې دوی دغه راز د «عامه نظم د ټینګولو او د صحي ستونزو د مخنیوي» لپاره د خوړو د وېشلو د منع موده غځولې ده.

د پا دو کالې قومندانۍ په حواله کالې کې یوازې د دولت له خوا په رسمیت پېژندل شوی سازمان لا وي اکتیو پر مهاجرو د خوړو د وېشلو صلاحیت لري.

بیا ولولئ: کالې: «مهاجر که هر چېرې وي، خواړه پرې وېشو»

خو د مهاجرو مدافع سازمانونه دا ناکافي بولي. له تېرې سپټمبر رمیاشتې راهیسې دوی هڅه کوي په هغو سیمو کې پر مهاجرو خواړه ووېشي چې د قومندانۍ د دغه فرمان لاندې نه راځي.

تېره مارچ میاشت د یوتوپیا ۵۶ غړي پیېر روک کډوال نیوز ته ویلي وو: «د دغه سیاست موخه دا ده چې مرستندویان وځوروي.» هغه زیاته کړې وه: «تر اوسه مو تر ۷۰ ډېرې جریمې ترلاسه کړې دي ځکه چې زموږ رضاکاران د ګرځبندیز پر مهال مهاجرو ته خواړه ورکوي.»

تېره سپټمبر میاشت تر لسو ډېرو سازمانونه د لیل ښار او ورپسې د دولت شورا ته د دغه فرمان پر وړاندې شکایت ثبت کړی و، خو شکایتونه یې قضایي مراجعو رد کړل.

 

نورې ليکنې