آرشيف انځور ـ له مونشن څخه د اخراج يوه الوتکه (picture-alliance/dpa/M. Balk)
آرشيف انځور ـ له مونشن څخه د اخراج يوه الوتکه (picture-alliance/dpa/M. Balk)

هغه الوتکه چي پکښي له آلمان څخه اخراج سوي ۲۰ نارينه سپاره ول د افغانستان د پلازميني کابل هوايي ډګر ته ورسېدله.

الوتکه چي له آلمان څخه يې پرواز کړی ؤ او پکښي اخراج سوی ۲۰ نارينه سپاره ول، د پنجشنبې په سهار و کابل هوايي ډګر ته ورسېده. د کابل د هوايي ډګر چارواکو د آلمان خبري آژانس ته د دغو مهاجرو د ور رسېدو پخلی کړی دی.

د ۲۰۱۶ کال په دسمبر مياشت له آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراج لومړی پرواز د کابل پر لور سوی ؤ. د هغه راهيسي دا ۳۸ پرواز ؤ چي پکښي رد سوي مهاجر افغانستان ته اخراج سول. په ټوليزه توګه د آلمان د فدرالي حکومت او ايالتونو لخوا و افغانستان ته ۱۰۳۵ نارينه افغانستان ته اخراج سوي دي.

د کرونا پاندمي د پېل وروسته و افغانستان ته د اخراجونو لړۍ د ۲۰۲۰ کال له مارچ مياشتي څخه په مؤقتي توګه درول سوې وه. خو د ياد کال په دسمبر بېرته دغه لړۍ پېل سوه او د هغه راهيسي هره مياشت د اخراج سوو کسانو يو پرواز افغانستان ته انسجام کيږي. خو و جګړه ځپلي هيواد افغانستان ته دغه اخراجونه يوه شخړيزه موضوع ده.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي په تړاو د خبرو اترو باوجوده په دغه هيواد کي تاوتريخوالی زښت زيات دی. په تيرو لسو کالو کي په دغه هيواد کي تر ۱۰۰ زرو څخه زيات ملکيان وژل سوي دي. د داعش مليشه هم په دغه هيواد کي فعاليت کوي.

په تيرو وختونو کي په زياته په پلازمېنه کابل کي د تاوتريخوالي ګراف جګ سوی دی. په زياته د هدفي وژنو زياتوالو امنيتي اندېښنې لا زياتي کړي دي. د امنيتي ستونزو سربېره د کرونا پاندمي په دغه هيواد کي لا زياتي ستونزي زېږولي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې