د پرو ازيول سازمان رئيس، ګيونتر بورخاردت
د پرو ازيول سازمان رئيس، ګيونتر بورخاردت

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول غوښتنه کړې چي د کرونا پاندمي له کبله دي د مهاجرو هغه کمپونه وتړل سي چي په ډليزه توګه پکښي انسانان ساتل کيږي.

د پرو ازيول مرستندويه سازمان رئيس، ګيونتر بورکهاردت د کرونا پاندمي له کبله د مهاجرو د روغتيا په مقصد د اقداماتو غوښتنه کړې ده. د کاتوليکي خبري آژانس په حوړاله هغه د آلمان د رسنيو شبکو ته د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اپريل ۸مه) ويلي چي هغه مکلفيت دي ليري کړل سي چي له مخي يې پناه غوښتونکي بايد تر ۱۸ مياشتو پوري په کمپ کي وساتل سي تر څو چي ورته د اپارتمان نيولو اجازه ورکول کيږي. 

د بورکهاردت په وينا په لويو مهاجر کمپونو کي چيري چي په ډليزه توګه پناه غوښتونکي ساتل کيږي ځکه د کرونا پاندمي پر وخت خطرناک دي، ولي چي «هلته ټولنيز واټن ساتل له سره ممکن نه دی او يا زښت ډېر مشکل دی.»

د پرو ازيول سازمان رئيس غوښتنه کړې ده چي د کرونا ضد واکسيناسيون پر وخت بايد هغو کسانو ته بايد په واکسين ورکولو کي لومړيتوب ورکړل سي چي د زياتو انسانانو سره تماس لري. د هغه په وينا په دغه ډله کي پناه غوښتونکي هم راځي. د هغه په وينا د دې پر ځای چي دغو پناه غوښتونکو ته واکسين ورکول سي هغوی قرنطين او انزوا کيږي. نوموړي پر دې هم سخته نيوکه کړې چي د کرونا پاندمي باوجوده له آلمان څخه د پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ ادامه لري.

د کرونا ويروس ضد واکسين په تړاو د آلمان په ځانګړي امر کي مهاجرو او پناه غوښتونکو ته د لومړيتوب دويمه کاتيګوري ورکول سوې ده. البته د اړونده اصولنامې په متن کي راغلي چي هغه کسان چي د پناه غوښتونکو او بې سرپناه کسانو په کمپونو کي کار کوي، هغوی ته بايد اول واکسين ورکول سي.

د آلمان د رسنيو د شبکو د مهاجرو او پناه غوښتونکو له فدرالي ادارې بامف او د آلمان د روغتيا له وزارت څخه پوښتلي چي په واکسيناسيون کي به کله او څنګه مهاجرو او پناه غوښتونکو ته وار رسيږي. يادي ادارې او په همدا شان د روغتيا وزارت په جواب کي ويلي چي د دغي پوښتني جواب د آلمان د ايالتي ادارو سره دی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې