د آلان کوردي کښتۍ له شپږو مياشتي راهيسي د ساردينيا په بندر کي ولاړه ده | Photo: ANSA/ETTORE LOI
د آلان کوردي کښتۍ له شپږو مياشتي راهيسي د ساردينيا په بندر کي ولاړه ده | Photo: ANSA/ETTORE LOI

د «آلان کوردي» په نوم د آلمان سره تړاو لرونکې ژغورونکې بېړۍ له شپږو مياشتو راهيسي د ايتاليې له خوا درول سوې ده. اوس به يوه محکمه په دغه قضيه کي فيصله وکړي.

«آلان کوردي» د هغه ماشوم نوم دی چي په مديترانه کي د مهاجرو د کښتۍ په حادثه کي ووژل سو. هغه عکس چي د هغه مړی يې د سمندر پر ساحل انځور کړی ؤ د مهاجرت د بحران سمبول وګرځېد. د آلمان سره تړاو لرونکي مرستندويه سازمان «سي آی» پر خپله يوه بيړۍ چي په مديترانه کي د کښتيو د مهاجرو سره مرسته کوي د «آلان کوردي» نوم ايښی دی. خو دغه کښتۍ له شپږو مياشتو راهيسي د ايتالوي چارواکو له خوا درول سوې ده.

مرستندويه سازمان «سي آی» غواړي چي په محکمه کي داسي امر تر لاسه کړي چي دغه کښتۍ بېرته خپل کار ته ادامه ورکړلای سي. د ياد سازمان وکيل چي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اپريل ۷مه) وويل چي د «آلان کوردي» د بيړۍ د نيول کېدنې په تړاو به پّ راتلونکي نژدې وخت کي د ساردينيا ټاپو محکمه فيصله وکړي.

ياد مرستندويه سازمان غواړي چي له دې مخکي چي په قاطع توګه د يادي قضيې فيصله وسي، په مؤقتي توګه و کښتۍ ته د فعاليت اجازه ورکوله سي. دا ځکه چي اټکل کيږي چي په محکمه کي ياده قضيه ښايي زيات وخت ونيسي.

د اړونده محکمې قاضي د چهار شنبې په ورځ په دغه قضيه کي ښکيل دواړه اړخونه وپوښتل او د هغوی نظرونه يې واورېدل. د قضيې يو مدعي د ايتاليې چارواکي او دويم اړخ يې د «سي آی» مرستندويه سازمان دی. 

د ياد سازمان وکيل د آلمان خبري آژانس ته ويلي چي محکمه عموما د دواړو اړخونو د استدلال اورېدلو څخه صر څو ورځي وروسته خپله فيصله صادروي. 

د ايتاليې سرحد ساتونکي ځواک د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر مياشت کي د «آلان کوردي» کښتۍ توقيف کړه. دا د هغه څخه وروسته چي تر مخه يادي کښتۍ په څو پرله پسې مرستندويه عملياتو کي له اوبو څخه مهاجر ژغورلي ول. 

د «سي آی» مرستندويه سازمان د ايتاليې پر چارواکو تور لګوي چي په قصد سره غواړي په سمندر کي د ملکي مرستندويه سازمونونو د ژغورونکو عملياتو مخه ونيسي او ورته خنډونه جوړ کړي.

ايتالوي چارواکو څو ځله خصوصي کښتۍ په بندرونو کي کنټرول کړي او د ادعا سوو تخنيکي نيمګړتياؤ له کبله يې هغوی توقيف کړي دي. د «سي آی» سازمان چي د آلمان د بايرن ايالت په ريګنسبورګ کي خپل مرکزي مقر لري د خپلي کښتۍ درول کېدنه اقتصادي ستونزه هم جوړوي. دا ځکه چي په بندر کي ولاړه کښتۍ هم بايد د کارګرو لخوا وساتله سي او مصارف يې مخ په وړاندي ادامه لري.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې