انځور: د فرانسې د ملي پولیسو ټویټرپاڼه
انځور: د فرانسې د ملي پولیسو ټویټرپاڼه

د فرانسې په مونپلیه ښار کې محکمې درې بې سنده مهاجر د خپلو عمرونو په اړه د درواغ ویلو په تور محکوم کړي دي. دوی د فرانسي د هوایي او سرحدي پولیسو له خوا نیول شوي وو.

دغه درې مهاجر چې له بنګله دېش، ګینیا او سنېګال سره تړاو لري له څو میاشتو راهیسې چارواکو ته ویل چې کم سنه مهاجر دي.

تېره چهارشنبه د اپریل ۷مه د مونپلیې یوې محکمې دغه درې کسان د ډوکه مارۍ په تور محکوم کړل.

د محکمې د پرېکړې له مخې بنګله دېشی او ګینیایی مهاجر په درې میاشتې تعلیقي بند محکوم شوي دي. دوی دغه راز حق نه لري چې د لسو کلونو په موده کې فرانسه ته را داخل شي. محکمې دغه راز له فرانسې څخه د درېم مهاجر د شړلو حکم کړی.

بیا ولولئ: فرانسه کې د کم عمره کډوالو د اداري او حقوقي چارو په اړه معلومات

د دغو مهاجرو په اړه پلټنې د فرانسې د هوا او د سرحداتو ادارې له خوا ترسره شوې وې.

د سرحدي پولیسو یو مشر لورانت سیام فرانس ۳ رژیونال ته ویلي چې دوی هغه سندونه څېړلي دي چې مهاجرو په مختلفو هیوادونو کې چارواکو ته وړاندې کړي وو.

د هډوکو ازموینو له مخې د دغو درېو کسانو اصلي عمرونه د دوی د جعلي عمرونو پرتله ۷ تر ۲۰ کلونو لوړ دي.

په ورته مهال د هرو دیپارتمنت شورا چې د بې سنده مهاجرو مسولیت په غاړه لري وایي د دغې ډوکه مارۍ له امله پېښ شوی زیان تر ۴۰۰ زره یورو ته رسېږي. دغه اداره زیاتوي چې ډېری وختونه قاچاق وړونکي مهاجرو ته جعلي اسناد جوړوي.  

 

نورې ليکنې